جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهقطر په کندهار کې ۴۰۰ بستري روغتون جوړوي

قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستري روغتون جوړوي

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۳۰مه) د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ له «قطرچیریټي» سره د کندهار د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، د روغتون د جوړولو چارې به په شاوخوا دوه نيم کلونو کې بشپړې شي. دغه روغتون به د داخلي درملنې، ماشومانو او د ښځو د پاملرنې خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان جنوب د هېواد له هغو سیمو څخه شمېرل کېږي چې د روغتیايي خدمتونو له پلوه تر ټولو وروسته پاتې دی، ځکه چې هلته روغتیايي تاسیسات محدود او د روغتیا کارکوونکي کم دي. حاضردمه لږترلږه د ۴ جنوب لوېدیځو ولایتونو اتکا د کندهار پر میرویس روغتون ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، روانې روغتیايي پروژې د هېواد په کچه د ۳۱۸ ولسوالي‌ روغتونونو د جوړولو کارونه هم رانغاړي چې ټول ارزښت یې ۷ میلیارده افغانۍ (۹۶ میلیونه ډالره) دی.

د دغه روغتون د جوړولو قرارداد په داسې حال کې کېږي چې طالبان لا هم ښځې او نجونې له طبي زده‌کړو او پوهنتونونو منع کوي. نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دا محدودیتونه به د افغانستان د روغتیايي سیستم کړکېچ نور هم ژور کړي، ځکه د ناروغانو د درملنې لپاره د مسلکي ښځینه کارکوونکو جدي کموالی رامنځته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب