جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاسراییل وايي، د غزې د نیولو لومړی پړاو یې پیل کړی

اسراییل وايي، د غزې د نیولو لومړی پړاو یې پیل کړی

تاند (پنجشنبه، د زمريږ اسد ۳۰ مه) د اسراییل پوځ وايي چې د خپلې پلان شوې حملې په لومړۍ پړاو کې د غزې ښار ته ننوتی او له حماس سره له جګړه وروسته یې د دغه ښار شاوخوا سیمې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

د اسراییل د پوځ یوه ویاند حماس «زیانمن شوې او ستړې شوې چریکي ډله» وبلله.

هغه دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د اسراییل دفاع وزیر د غزې د بشپړ نیولو لپاره د پراخو عملیاتو پخلی وکړ؛ هغه عملیات چې تمه کېږي تر راتلونکي کال پورې دوام وکړي.

د اسراییل نوی یرغل په داسې حال کې پیل شوی چې حماس دوې ورځې وړاندې د جګړې د درولو لپاره د منځګړیو نوی وړاندیز ومانه. خو د اسراییل یوه جګپوړي چارواکي د ۶۰ ورځني اوربند د منلو په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل چې هېواد یې د ټولو یرغمل شویو د خوشې کېدو غوښتنه لري. هغه چوکاټ چې حماس ورسره موافقه کړې وه، او په کې ۶۰ ورځني موقتي اوربند، د یرغمل شویو پړاو په پړاو خوشې کېدا، د ځینو فلسطیني بندیانو ازادي او د بشري مرستو د داخلېدو اجازه شامله وه.

سره له دې، د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاڅ د چهارشنبې په ورځ د پوځ د هغه پلان د تصویب خبر ورکړ چې موخه یې د غزې بشپړ نیول دي.

د اسراییل امنیتي کابینې تېره اوونۍ د غزې د بشپړ نیولو پلان منلی و او دا په داسې حال کې ده چې منځګړي د جګړې د درولو په اړه د تل‌ابیب رسمي ځواب ته په تمه دي.

هاآرتص ورځپاڼې د اسراییل د دفاع وزیر له قوله لیکلي: «له عملیاتو وروسته به غزه بله څېره ولري او هیڅکله به د پخوا په څېر نه وي.»

د اسراییل د صدراعظم دفتر هم اعلان کړی چې بنیامین نتانیاهو د حماس د اډو د نیولو او د دې ډلې د ماتولو لپاره د وخت د مهالویشونو د کمولو امر ورکړی دی.

په دې بیان کې، چې د نوي مهالویش جزئیات نه دي ورکړل شوي، راغلي چې دا پرېکړه د غزې د ښار د نیولو لپاره د پوځ د پلان شوې پوځي عملیاتو د پیل له تیارۍ سره په یو وخت شوې ده.

د اسراییل د پوځ ویاند، جنرال ایفي دیفرین، د چهارشنبې په ورځ وویل چې حماس له ۲۲ میاشتې جګړې وروسته «ځپل شوې او ټوټې ټوټې شوې ده».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب