جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهم.م: پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره مو ۱۸ میلیونه ډالره مرسته...

م.م: پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره مو ۱۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۱ مه)  د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په پاکستان کې له یو میلیون څخه زیاتو راجستر شویو افغان کډوالو ته نغدي مرستې وېشلې دي.

د پاکستان ډان چاپ ورځپاڼې لیکلي، چې په دغه هیواد کې د تیر کال له ویجاړونکو سیلابونو وروسته په پاکستان کې خراب اقتصادي وضعیت هم د دغو کډوالو پر وضعیت ناوړه اغیز کړی او له همدې امله ملګرو ملتونو د دوی لپاره د مرستو دغه بسته په پام کې نیولې ده.

سرچینه وایي،د نغدي مرستو د ویش پروګرام چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د حکومت په همکارۍ پیل شوی و، د جون په پای کې بشپړ شو.

د سرچینې په وینا، د افغان کډوالو لپاره ټولټال نغدي مرسته ۱۷،۸ میلیونه ډالره وه او د هرې کورنۍ د غړو د شمېر له مخې ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې ( معادل شاوخوا ۱۰۰ ډالره) وو.

د رسمي شمېرو له مخې، په پاکستان کې له ۱.۳ میلیونو ډېر راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي او ۴۲۷ زره نور افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې طالبان واک ته ورسېدل، په سلګونو زره خلک د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول.

1 COMMENT

  1. beware more of this money getting by pakistan not for afghan immigrants
    we knows from many years.afghans immigrant is one source for pakistan

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب