Homeخبرونهیوه فرهنګي موسسه د کابل قدیم رستورانت له سره په پخوانۍ بڼه...

یوه فرهنګي موسسه د کابل قدیم رستورانت له سره په پخوانۍ بڼه جوړوي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۱ مه)  د فیروز کوه کلتوري موسسې د کابل قدیم په نوم په پخوانۍ بڼه د یوه پخواني رستورانت د بیا جوړونې چارې پيل کړې.

یاد شوی رستورانت د کابل په مراد خاني کې د ۱۵۰ کال راهیسې سابقه لري.

د فیروز کوه موسسې مسوولینو ویلي، چې دغه هوټل او رستورانت به په ۳ پوړونو کې د ۸ میاشتو په موده کې په پخواني سبک بېرته ورغول شي.

د ښار جوړونې وزارت د زړو ښارونو رئیس محمود جان دوست په دغو مراسمو کې ویلي، چې مراد خاني د کابل پخوانی او د لوړ تاریخي هویت درلودونکی سیمه ده او د دې سیمې حفاظت او په پخواني سبک جوړول به د یادې سیمي تاریخي نښې وساتي.

 د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال ملا عتیق الله عزیزي له داسې پروژو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...