جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

نهمه برخه
ورځې وروسته مو د دوهم ځل لپاره ګيم ته تياري ونېوله، د موږ دوهم ځل وو او تر موږ مياشتې مخکې چې کوم هلکان دلته د ګيم لپاره پراته وو د هغوى ديارلسم ځل وو.
دغلته د خوابګاه وضعيت تر اندازې زيات خراب وو خوابګاه چي به په نه خبره هلکانو ته د خور او مور ښکنځلې کولې که به دې څه ورسره ويل کور او کلى به يې درباندې راخبرول او ځان به يې بې ګناه ثابتوه.
د اختر ورځې رانېږدې شوې او موږ ته يې دلته دوه نور اطاقونه راکړل، ټوله ورځ به دروازه له بېرون خوا راپسې بنده وه فقط ډوډۍ به يې راوړه له الګانو پرته يې بل چشى نه پخول. يوه ورځ زموږ د بلغار قاچاقبر خوابګاه چې ته د خپل اکاونټ عکس راولېږه، څو ميليونه يورو پکې وې، دى حج ته تللى وو او دلته به چې موږ ورته ووې چې په دې روژه کې خو هره ورځ الوګان مه راباندې خوره، ده به فقط دوه سوه لېرې د ورځې زموږ مصرف ورکاوه.
دوهم ځلي ګيم تيار شوو همداسې د تېر په څېر مو يوه شپه د ترکيې په خاوره کې وکړه سبا شپه هم راباندې راغله او چې سهار شوو له جال واوختو. د خداى شان وو چې موږ به ګېم ته راووتو نو باران به ورېده، تر ماسپېښين دلته وېده شوو ډېر د بلغار خاورې کې تللي نه وو. حرکت مو وکړ زموږ له راه بلد سره چې کوم موبايل وو او لوکېشن يې پکې ان کړى وو سيمکارت يې کار پرېښود له بل چا سره هم نه وو. راه بلد وې يا لږ مخکې ځو که نور مسافر مو پيدا کړل ورسره يو ځاى کېږو او کنه نو مجبور يو ځان پوليسو ته ورکړو، لږ مخکې چې لاړو پوليسو مسافر نېولي وو خو د خوراک سامان او انرژۍ يې همدلته پاتې وې هلکانو هغه را واخېستل او راه بلد ويل همدلته به يې موبايل هم پرېښى وي ويې لټوى، پوليسو به چې مسافر ونېول نو راه بلدانو به مـوبايلونه يا له ځانه لرې ګوزارول او يا يې تر ځمکې لاندې کول. په موږ پسې وروسته څلور نفره سوريه وال هم چې يوه مېرمن او يو ماشوم ورسره وو دوى هم دلته موږ سره کېناستل. خوا کې مې يو هلک ناست وو، د لرګي په څوکه يې ځمکه سپړله سات يې ورسره تېراوه، پلاستيک يې مخې ته ورغى چې راکش يې کړ موبايل پکې وو، چې ومو لېده ټول سخت ورته خوشاله شول تيار هر څه پکې برابر وو بس حرکت مو وکړ سوريه وال له شاه راپسې وو او موږ مخکې په لوړو او ژورو تېرېدو شپه شوه باران ښه تېز شو.
له موندل شوي موبايله راه بلد همغه قاچاقبر ته زنګ وکړ ورته ويې ويل چې د تاسې مسافر پوليسو نېولي او موبايل يې ما پيدا کړى ته مسافر له کومې نقطې پورته کوې هغه ورته کړل چې له ٧٩ نه، موږ ورته وې چې د تاسې مسافر خو هسې هم نېول شوي بس له دغې نقطې موږ پورته کړه، سړي جنجال شروع کړ چې پوليسو ته زنګ کوم تاسې زما مسافرو باندې څه کړي خو تر دې چې موږ يې نمبر خپل قاجاقبر ته ورکړ او هغه ورسره خبره حل کړه.
حرکت مو وکړ باران لا ورېده په ځنګل کې ګزمې تلې راتلې ځاى نيم به ترې کېناستو، بيخي توره تياره وه هيڅ شى نه مالومېده يو بل مو له بيکونو ونېول له يوه پاخه سرکه تېر شوو خو بل اړخ ته يې سړک سره خوا کې کېناستو څلور پنځه ځلې د پوليسو ګزمه راباندې تېره شوه خو ويې نه لېدو. موږ له خپل يوه ملګري د خوراک څه وغوښتل خو ځواب يې رانکړ، دوباره مو غږ ورته وکړ خو بيا هم چا غږ ونه کړ، راه بلد ته مو ويل زموږ يو ملګرى ورک دى، دې نورو چې خپل ولېدل نو اته نفره راڅخه پاتې وو. بس سر مو پسې ونه ګرځاوه بېرته مو حرکت وکړ، له يوه بل سړکه هم تېر شوو چې چې ګورو ٣٠ نفرو کې شپږ پاتې دي له نورو هم د ډېرې تاريکۍ له وجې ځنګل کې لاره غلطه شوې وه، واپس پسې را وګرځېدو غږونه مو پسې وکړل او را پيدا مو کړل.
نقطې ته لږ پاتې وو،  سهار رانېږدې وو او له بله پلوه قاچاقبر ويل موټر ته ژر ځانونه ورسوى، لاره مو غلطه کړې وه دوه کېلومتره غلط تللي وو بېرته راوګرځېدو سپن سهار وو چې تر عمومي سړک لاندې مو منډې وهلې، يو ځاى ورته کېناستو او زنګ مو ورته وکړ ويل يې پنځه دقېقو کې موټر درځي، د خوراک سامانونه مو څه وخوړل او څه مو يوې خواته وغورځول، د موټر مالومات ونه شول، بېرته ځنګل ته ننوتو ويل يې تر ماښامه دلته تم شى، دلته وېده شوو د خوراک او څښاک څه نه وو پاتې چې ماښام شو قاچاقبر ويل شل کېلومتره لرې بله نقطه ده هلته لاړ شى خو تر راه بلد پورې، يوه هم ورسره ونه منله، ځکه د خوړلو او څښلو لپاره څه نه وو، عمومي سړک ته ور روان شوو چې ځان پوليسو ته وسپارو خو چې سړک ته نېږدې شوو راه بلد ويل ځى توکل په خداى کړى ممکن ورسيږو.
 په نهاره مو ټوله شپه بيا پياده روي وکړه دوه بجې نقطې ته راورسېدو، خو قاچاقبر بيا ويل چې پنځه بجې موټر درلېږم، دا ځاى وچ ډاګ وو داسې ځا نه وو چې چېرته مو ځان پټ کړى واى، وېده شوو فکر مې وکړ چې که خوب پوره کړم ښه به وي بې له هغې پوليس سهار را رسيږي. چا په لغته ووهلم چې ګورم راه بلد دى ټول هلکان راڅخه تللي زه او يو بل ملګرى مې پاتې وو.
د سړک تر غاړې په بوټو کې څو دقېقې منتظر شوو چې موټر راغى او ور وختو. شکرونه مو وويستل چې له بلغاريه به مو خداى نجات نصيب کړي، خو موټر کې بيا ټولو خپلو منځو کې جنګونه شروع کړل ما ويل تاسې په يو هم نه ياست راضي. پنځمه شپه مو د بلغاريه هېواد په مرکز کې، د يوه اطرافي کلي په زاړه کور کې وکړه او سهار وختي د صربستان د مرز په طرف ور روان شوو.
دوام…
https://taand.net/?p=226606

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب