«بې» مختاړی دی، چي له ځينو کلمو سره راشي او نوې معنا ورکوي. لکه:
بې معنا، بې درده، بېځايه، بېوسه، بېکاره، بې احساسه، بېوزله…
«له» سربل دی، چي په جمله کي تر نوم مخکي راځي. لکه:
زه له تا سره ځم.
زما له دوی سره کار دی.
موږ او تاسو له تاريخه ډېر څه زده کولای شو.
کله چي «بې» او «له» راشي، جلا ئې ليکو.
ژوند بې له ځينو هم تېرېږي، خو خوند نه لري.
بې له تا دا کار نه کېږي.
په پورته جملو کي «له» سربل ليري کولای هم شو او په جمله کي کوم تغير نه راځي.
داسي هم ليکلای او ويلای شو، چي
ژوند بې ځينو هم تېرېږي، خو خوند نه لري.
بې تا دا کار نه کېږي.
دلته «بې او بې له» د بغير، بدون، ماسېوا معنا لري.
«بېله» بيا د جدا او جلا معنا ورکوي؛ «بېلي» ئې جمع حالت دی؛ «بېلول او بېلېدل» ئې مصدرونه دي او «بېل» ئې نارينه بڼه ده.
د «بېله» او «بې له» بايد په ليکلو کي توپير وشي.
د هر چا برخه بېله- بېله کښېږدئ!
زما او ستا لار نوره بېله ده.
له هغو لار بېله کړئ، چي قدر مو نه لري.
بېلتونه کور دي مولا وران که
ما لا جانان ليدلی نه و، بېل دي کړمه