جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ستره محکمه: پغمان کې مو یوه ښځه او ۳ نارینه...

د طالبانو ستره محکمه: پغمان کې مو یوه ښځه او ۳ نارینه په دُرو وهلي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه)  د طالبانو د رژیم سترې محکمې ویلي، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او درې نارینه ۲۰-۲۰ شل شل دُرې وهلي دي.

سرچینه تور لګوي، چې دغه کسان په قرغې سیمه کې د « د فسق او فجور» په نیول شوي وو.

طالبانو مخکې هم د ورته مجازات کړو کسانو په اړه ورته ادعاوې کړي، خو نړیوالې بشري ادارې د دوی دا کړنې غندي او وایي طالب رژیم مشروعیت او د باور وړ قضایي سیستم نه لري.

طالبان بیا دا ډول کړنې د اسلامي شریعت د تطبیق هڅه ګڼي او پر دوام یې ټینګار کوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپلو پيغامونو کې بیا- بیا ویلي، چې د رژیم یوه لویه لاسته راوړنه یې د ده په باور د شرعي حدودو تطبیق دی.

2 COMMENTS

  1. لعنت په تاسو او ستاسو په جاهله مفکوره. یوه ورځ مو ونه ویل چې یو څو کسانو ته مو ډوډۍ ورکړه. بس هر څه بند، کار نشته ډوډۍ نشته او دوی خوشحاله دي لنډکروزرو کې ګرځي وایي امریکا مو ماته کړه. په رب باور وکړئ چې زه پدې ویریږم چې اخر افغانان د اسلام نه منکر نشي خو دا یقیني ده که همدا حال وي دا ولس به راپاڅي او د ملا او طالب نوم به د تل لپاره ورکوي.

  2. خپلی ښځی ولی په درو نه وهی چی تاسی کابل کی ناست یې او له هغویې نه پنجابیان مزی اخلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب