یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک؛ د افغان ماشومانو روزنې ته ۲۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان...

نړیوال بانک؛ د افغان ماشومانو روزنې ته ۲۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

تاند ( یک شنبه، د ثور ۱۲مه) نړیوال بانک د ماشومانو د زده کړو په موخه له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

د نړیوال بانک مسوولانو ویلي، دوی غواړي د ماشومانو لپاره د زده کړو خوندي چاپېریال برابر او په دې برخه کې د ستونزو حل ته د افغانستان د پوهنې له بهیر سره ۲۵ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته وکړي.

سرچینه کاږي چې دغه پیسې به د اقرا پروګرام له لارې لګول کېږي او ټاکل شوې، چې په مرسته یې سلو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې له دې پیسو به د ښوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړېږي او هڅه کېږي د ماشومانو د زده کړو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي.

د سرچینې ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به په بېلابېلو پراختیايي برخو کې مرستې دوامداره ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب