Homeکلتورسینمامشهور فلمي اداکار بکرم جیت کنورپال هم کورونا وواژه

مشهور فلمي اداکار بکرم جیت کنورپال هم کورونا وواژه

تاند  –  هندي رسنۍ وایي، د باليووډ سینما مشهور اداکار او تقاعد شوی پوځي بکرم جیت کنورپال هم د کورونا وبا له له کبله خپل ژوند وبایله.

کورنپال د پوځي دندې سربېره د بالیووډ سینما مشهور اداکار و چې د ۵۲ کلنۍ په عمر کې د کورونا ناروغي له کبله مړ شو.

نوموړي په ۲۰۰۲ کال کې د هند پوځ څخه تقاعد ترلاسه کړ او په ۲۰۰۳ کال کې يې په فلمونو کې کار شروع کړ.

د معلوماتو له مخې، بکرم جیت هغه له کوچنیوالي څخه د فلمونو سره مینه وه چې له پوځي دندې وروسته یې ځان دې هدف ته رسولی و.

د بالیووډ دې فلمي اداکار په ډېرو مشهورو فلمونو او سریالونو کې کار کړی و.

هغه د بالیووډ مخکښ او هټ فلمونو لکه پيج ۳، اراکشن، پریم رتن دهن پایو، جب تک هی جان، ۲ سټیټس او نورو ډېرو فلمونو کې رول لوبولی و.

د بکرم جیت کنورپال وروستی فلم “دي غازي اټېک” و، چې مرکزي کردارونه پکې رانا دګوبتي او تاپسي پنو لوبولي و.

د بکرم جیت په مړینه د باليووډ مشهورو اداکارانو غمرازي ښکاره کړې ده او دا يې د هندي سینما لپاره ضایع بللې ده.

1 COMMENT

  1. وحید
    ورور جانه که دی لیکلی وای چی کرونا دهند مشهور فلمی اداکار بکریم جیت کنور هم وواژه غوره به وه.
    که د یوه خبر يه بڼه دې رااخیستی وای لکه: دهندستان دفلمی نړۍ نامتو کرکتر بکریم جیت د کرونا له امله ژوند له لاسه ورکړ. بیا به هم غلط نه و.
    خدای دی دا بد خبرونه نور پای ته ورسوی.
    تاند کی لا دا بله ګوره:
    بی روحه ارواوی
    هیڅوک نه وایی چی وا وروره روح او اروا دواړه یو شی دی دا داسی ده لکه څوک چی وایی بی تنی جسمونه!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...