یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهافغانستان کې ۸۹۳ ښځینه ژورنالیستانې په رسنیو کې فعالیت لري

افغانستان کې ۸۹۳ ښځینه ژورنالیستانې په رسنیو کې فعالیت لري

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۸مه】د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)د ښځینه خبریالانو د عدالت‌ غوښتنې کمېټې په یوه وېډیویي پیغام کې په افغانستان کې د ښځينه ژورنالیستانو فعاله حضور ستایلی دی.

سرچینې یاده وېډیو په خپله اېکس پاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د نړۍ هېڅ ځواک د افغان ښځینه خبریالانو د فعالیت مخه نشي نیولی.

سرچینې زیاته کړې چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۸۹۳ ښځې په رسنیو کې فعالې دي، خو په پاتې ۹ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله فعالیت نه‌لري.

په پیغام کې ویل شوي چې دوی یا AJSO د افغان ښځینه خبریالانو ترڅنګ ولاړ دې او د حقونو او د مطبوعاتو ازادۍ لپاره یې مبارزه کوي.

د یادې کمېټې غړې مرضیه حمیدي وایي، په اوسنیو سختو شرایطو او محدودیتونو کې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو فعالیت د ویاړ ځای دی.

هغه زیاتوي: ” یواځې ښځې کولی شي د ښځو ستونزې واوري او ستونزې یې درک کړي او تر نړیوالو یې ورسوي”.

دا پیغام داسې مهال خپرېږي چې نن اتم د مارچ د ښځو نړیواله ورځ ده او افغان فعالانې وایي په افغانستان کې د اوسني نظام تر چتر لاندې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....