جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد طالبانو غوښتنه؛ له هېواده وتلي کسان دې بېرته هېواد ته را...

د طالبانو غوښتنه؛ له هېواده وتلي کسان دې بېرته هېواد ته را وګرځي

تاند (دوشنبه، د سنبلې)  د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې یوې غونډې ته وویلې، له افغانستان څخه وتلي کسان دې بېرته هېواد ته راوګرځي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، هغه کسان چې د وېرې له امله یې هېواد پرېښی دی، کولی شي له هر ډول ویرې پرته بېرته هېواد ته راستانه شي.

مجاهد ټینګار کړی، چې دوی له دې وړاندې هم په ځلونو دا ډاډ څرګند کړی، چې هیڅوک دې وېره نه لري او کولای شي دلته ډاډه ژوند وکړي.

نوموړی وایي، دوی ډاډ ورکوي چې نه یوازې د طالبانو له لوري ورته کوم ګواښ نه دی متوجه، بلکې د امنیت مسوولیت یې هم اوس د دوی په غاړه دی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: 《 هېڅوک دې چېرته نه ځي، دا یې هېواد دی، له خپلو کورنیو او هېوادوالو سره یو ځای دې په خپل هېواد کې سوله ییز او ارام ژوند ته دوام ورکړي.》

دا په داسې حال کې ده چې په زیات شمېر افغانان د طالبانو له راتګ وروسته هڅه کوي بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي، خو دې ګڼې ګوڼې لوی سرخوږی جوړ کړی.

له همدې امله امریکا هم په کابل کې له ټولو هغو وګړو چې د دغه هېواد ګرین کارډونه لري یا یې ایس ای وي ویزو ته اپلای کړی، غوښتي چې په خپل سر دې د حامد کرزي هوايي ډګر ته نه ورځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی له ټولو هغو وګړو سره اړیکه کې دي چې ویزو ته یې غوښتنه سپارلې او یا یې د سفر کارونه بشپړ شوي دي.

سرچینه کاږي چې له ټولو وګړو سره به سفارت په خپل وخت اړیکه نیسي او په ټاکلي وخت به یې ځانګړو ځایونو ته ورغواړي او د سفر بندو بست به یې کېږي.

2 COMMENTS

  1. مجاهد صاحب ته خو خلک بیرته راغواړې مګر هغوی به څه خوري؟ ټولې دروازې تړلي دي، وزارت بند، بانک بند، ریاست او ماموریت بند، مشر نلرئ، ولسمشر نلرئ او ملکونه په شوراګانو او کمیسونونو نه چلیږي. سیاست مو هم دادی چې دیپلومات خلیل حقاني او دده په مثل نور مو د ټاپ او سلاح سره د میډیا مخې ته لر و بر کیږي. تاسو ته هم فیل پلاس درغلی خو نه پوهیږئ چې سر یې کوم دی او لکې کومه ده. چیرته چې لوچک، لوفر، چرسي بنګي دی ستاسو صفونو ته ننوتي او خلک زوروي، لږ معلومات وکړه چې ستاسو خلکو غچونه شروع کړي مګر ته به ناخبره یې او یا ورته وخت نلرئ. هسې خلکو ته د شهدو او شیدو ډنډونه مه ښایه.

  2. د کابل د هوائی ډګر د څو ورځو مخکی هالیووډی پیښی به د عجائبو پتوګه د بشری تاریخ په لمنه کی ثبت سی
    او
    ددې پیښی تر څنګ به د هیواد د تاریخ په پاڼو کی ددې ترخی پیښی صحنه هم سی چی:
    ” له هیواد څخه د وطن اصلی بچان د وطن څخه په ډراماټیکه توګه تیښتی ته اړ سوه
    خو
    د بل وطن مزدور چیچان د نجات! د فرشتو! پتوګه په کابل کی د قدرت د تثبیت لپاره رالیږل سوی او شالو بالو دوری ایسته ګرځی هغه چیچان چی نه ئې څېرې متمدن انسان ته ورته دی، نه ئې لباس، نه ئې چلند،نه ئې افکار”.
    بله خواشینوونکې خبره دا ده چی د طالب د تېر ځل پروژه ددې ځل د پروژې او تشکیل د څرنګوالی سره ډیر توپیر لری. د تېر ځل تشکیل یو منسجم او د واحدی پټی یا ښکاره رهبرۍ درلوونکئ ؤ خو نننی تشکیل ئې د درو څلورو لویو مختلفو ډلو څخه جوړ سویدئ کوم چی د یو د بل سره ډیر سلیقوی او حتی عقیدتی ژور ختلافات لری او ممکن ( یقیناً ) دا اختلافات به ئې د پوچو کَلو او مغزونو څخه ګوتی او ماشې ته سرایت وکړی او وولس به د بدو غمیزو سره مخامخ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب