Homeخبرونهجرمني او بریتانیا د افغانانو د ایستلو د مودې د اوږدېدو غوښتنه...

جرمني او بریتانیا د افغانانو د ایستلو د مودې د اوږدېدو غوښتنه کوي خو طالبان یې مخالفت کوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱) په داسې حال کې چې طالبان ټینګار کوي چې امریکا دې تر ټاکلې نېټې پورې له افغانستانه د خلکو د ایستلو عملیات بشپړ کړي، بریتانیا او جرمني د دې پروسې د بشپړېدو لپاره د وخت د اوږېدو غوښتنه کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس نن /دوشنبه وویل، د جرمني، امریکا، ترکیې او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي چې د کابل هوايي ډګر په څه ډول د خلکو د ایستلو لپاره فعال پاتې شي.

ښاغلي ماس وویل، د هوايي ډګر په خوله کې د نامعلومو وسله والو او لوېدیځو امنیتي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر وضعیت نور هم ګډوډ شوی دی.

په دې پېښه کې یو افغان ساتونکی وژل شوی دی.

له بلې خوا د طالبانو یوه ویندوی نن / دوشنبه وویل، دوی به له ټاکلې نېټې وروسته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د عملیاتو د نېټې له غځولو سره موافقه ونه کړي.

د امریکا حکومت د اګست تر ۳۱ پورې له افغانستانه د بهرنیانو او یو شمېر افغانانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې وه.

خو د طالبانو یوه ویندوی سُهیل شاهین سکای نیوز ته وویل«که دوی د عملیاتو د چارو نېټه اوږدوي، معنا به یې دا وي چې د اشغال موده اوږدوي حال دا چې دې کار ته اړتیا نه شته.»

شاهین همداراز وویل«که امریکا او بریتانیا دا غوښتنه لري چې د خلکو د ایستلو لپاره وخت اوږد شي، زموږ ځواب دا دی چې نه.»

شاهین وايي، که دوی د اګست له ۳۱ وروسته هوايي ډګر پرې نه ښود، عواقب به ورته ولري.

له بلې خوا د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن هڅه کوي چې له افغانستانه د هوا له لارې د خلکو د ایستلو لپاره ټاکل شوې نېټه وغځول شي.

د پریس اسوشي اېشن د راپور له مخې، جانسن به د ۷ سترو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې، چې سبا دایریږي، دا موضوع د امریکا له ولسمشر سره مطرحه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...