جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد کابل په نړیوال هوايي ډګر کې اور لګېدلی

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې اور لګېدلی

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱) د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې، په داسې حال کې چې لسګونه زره افغانان بهر ته ایستل کېږي، اور لګېدلی دی.

اور ماښام مهال ولګېد خو تراوسه پورې یې علت نه دی څرګند.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې د اور لوګي لیدل کېږي چې له هوايي ډګره اسمان ته پورته کېږي.

تراوسه پورې معلومه نه ده چې اور د هوايي ډګر په کومه برخه کې لګېدلی او ایا د اور لګېدو له کبله له دغه هوايي ډګره بهر ته د افغانانو او بهرنیانو د ایستلو عملیات اغېزمن شوي او که نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...