Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران وايي، افغانستان ته یې د تېلو او ګازو صادرات پیل کړي

ایران وايي، افغانستان ته یې د تېلو او ګازو صادرات پیل کړي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱) ایران چې د تېلو په صادراتو کې د امریکا د بندیزونو له کبله له ستونزو سره مخامخ دی، وايي چې افغانستان ته یې د تېلو او ګازو صادرات ډېر کړي دي.

تمه ده چې د ایران له لوري افغانستان ته د تېلو او ګازو د صادراتو پیلېدا په افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې ټیټې کړي.

که څه هم د افغانستان د تېلو د مصرف بازار په نسبي ډول ډیر کوچنی دی خو ایران ته، چې له بندیزونو سره مخامخ دی، یو فرصت ګڼل کېږي.

د ایران د ګاز او پټرولیم د صادراتو اتحادیه وايي چې څو ورځې مخکې طالبانو ورڅخه وغوښتل چې افغانستان ته د تېلو صادرات پیل کړي.

تر دې مخکې افغانستان ډېر تېل له ترکمنستان او نورو هیوادونو څخه واردول ځکه چې د ترکمنستان تېل تر ایراني هغو ارزانه تمامېدل.

په افغانستان کې د وروستیو بدلونو  له کبله د نورو جنسونو په شان د تېلو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغی او  د راپورونو له مخې د یو ټن تېلو بیه تر ۹۰۰ ډالرو واوښته.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د تېلو، ګاز او پټروشیمې تولیداتو د صادراتو د اتحادیې رييس حمید حسیني وايي، طالبانو ایران ته یو پیغام استولی و، او په هغه کې یې غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د تېلو او ګازو صادرات پیل کړي.

حسیني زیاته کړه، افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات وروسته له هغه پیل شول چې طالبانو د تېلو پر  وارداتو تعرفې په سلو کې اویا راکمې کړې.

په اسلام کلا بندر کې افغان سوداګر وايي چې طالبانو د نورو وادراتي شیانو تعرفې هم کمې کړي دي. د دوی په باور د هغو اقلامو، چې په افغانستان کې تولیدېږي، د تعرفو کمېدا پر افغاني تولیداتو منفي اغېز کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...