جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکرکټ: افغانستان به د پاکستان په خاوره کې د پاکستان کوربه شي

کرکټ: افغانستان به د پاکستان په خاوره کې د پاکستان کوربه شي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱) د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په کوربه توب له پاکستان سره د کرکټ د درو پنځوس اوره سیالیو ځای پاکستان ته ولېږدول شو.

حیرانوونکې دا ده چې افغانستان به په ظاهره د دغو لوبو کوربه وي خو میدان، نندارچیان او د پیچ انتخاب به د پاکستان وي.

ظاهراً د سریلانکا پر ځای دا لوبې پاکستان ته د دې لپاره ولېږدول شوې چې د کابل هوايي ډګر د تجارتي الوتکو لپاره وزګار نه دی خو کرکټ بورډ په دې اړه چې ولې افغان لوبغاړي د پېښور یا د پاکستان له کوم بل هوايي ډګره سریلانکا ته نه لېږل کېږي، څه نه دي ویلي.

په هره لوبه کې کوربه توب خورا زیات اهمیت لري. ډېر لږ داسې پېښېږي چې کوربه دې لوبه وبایلي. په کرکټ کې بیا کوربه توب لا ډېر اهمیت لري ځکه چې لوبغاړي له خپل میدان سره بلد وي او پیچ ته په کتو د خپلې لوبډلې لوبغاړي غوره کوي.

تر ټولو ناوړه دا ده چې دا لوبې په دې نوم کېږي چې افغانستان یې کوربه دی.

ډېر افغانان پوښتنه کوي چې ولې د پاکستان لوبډله کابل ته نه راځي؟

تراوسه پورې په دې اړه پاکستان پرېکړه نه ده کړې چې دا درې پنځوس اوره سیالۍ د دغه هیواد په کوم ښار او لوبغالي کې ترسره شي. ښايي هغوی به د افغان لوبغاړو د قوت او ضعف ټکو ته په کتو میدان غوره کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب