پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسد اپل نوي چارجرونه به ژر موبایل چارجوي

د اپل نوي چارجرونه به ژر موبایل چارجوي

تاند- اپل کمپنۍ غواړي چې د خپلو نویو ایفون موبایلونو لپاره غښتلي چارجرونه جوړ کړي.

دا چارجرونه به ۱۸ واټه وي او ژر به موبایل چارجوي.

د مېل انلاین د راپور له مخې، اپل به دا چارجر راتلونکې سپټمبر میاشت له نوي موبایل ټېلفون سره یوځای راوباسي.

دا چارجر د یو ایس بي – سي (USB-C) کېبل یا سیم په وسیله له ایفون سره وصل کېږي او موبایل ته ۱۸ واټه برښنا لېږدوي.

دا چارجر تر ۱۰، ۵ او ۱۲ واټه چارجرونو ډېر قوي دي او موبایل د هغو په پرتله ډېر ژر چارجوي.

که څه هم تراوسه پورې ایفون نه دي ویلي چې دا چارجرونه به کله راوباسي خو مېل ورځپاڼه وايي چې غالباً به اپل دا چارجر له خپل نوي ماډل ایفون ټېلفون سره یوځای بازار ته راوباسي چې د سپټمبر ورته په پام کې نیول شوې ده.

اوس هم د ایفون ایکس او ایفون ۸ چارجرونه قوي ګڼل کېږي او په نسبي ډول موبایل ژر چارجوي.

البته د اپل د ایفون د نویو چارجرونو اندازه د پخوانیو په پرتله کوچنۍ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...