شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد مصنوعي ذهانت په مرسته د جرمونو مخنیوی

د مصنوعي ذهانت په مرسته د جرمونو مخنیوی

تاند- په امریکا کې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلیجنس د یوه داسې سافټ وېر پر جوړولو کار روان دی چې د پولیسو په کمرو او څارونکو کمرو کې کارول کېږي چې مشکوک مجرمان او بې درکه شوي کسان ومومي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې دراپور له مخې، اټکل کېږي چې د امریکا پولیس به ژر له دې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل پیل کړي.

څو ستارټ اپونو او د ټکنالوژۍ کمپنیو د پولیسو د کار د اسانولو لپاره دا سافټوېر جوړ کړی دی.

په دې سافټوېر کې، چې د پولیسو د کار د اسانولو لپاره جوړېږي، له ځانګړي الګوریتمه کار اخیستل شوې دی. دا سافټوېر په هغو کمرو او دوربینونو کې نصب کېږي چې پولیس یې له ځان سره ګرځوي او یا د ښارونو په بېلابېلو برخو کې د څارنې لپاره لګول شوي دي.

تراوسه پورې دا ټکنالوژي په لومړي پړاو کې ده او پولیسو ته لا سپارل شوې نه ده.

خو ایا ټکنالوژي د جرمونو مخه نیولی شي. د لاس انجلیس دا راپور واورئ؛

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب