Homeخبرونهملګرو ملتونو افغانستان سره بشري مرستې کمې کړي

ملګرو ملتونو افغانستان سره بشري مرستې کمې کړي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۲) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي چې د خوړو نړیوال سازمان د روان کال په مارچ میاشت کې د بودیجې له کمښت سره مخ شوی او له همدې امله یې له افغانستان سره مرستې له ۷۵ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته ښکته کړي دي.

اوچا زیاته کړه: د خوړو نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې له ۱۴ میلیونو اړمنو کسانو سره مرسته کړې، خو دغه سازمان یوازې د روان کال په مارچ میاشت کې ۲ میلیونه اړمن کسان تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د دغه راپور له مخې تر اپریل میاشتې پورې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر وايي، افغانستان د ناورینونو او طبیعي پېښو له اړخه څلورم او د اقلیم د بدلون له کبله اتم ډېر زیانمنونکی هېواد دی.

 د ملګرو ملتونو برعکس، څارونکي باور لری چې د مرستې کمیدو اصلي دلیل د طالبانو د رژیم د افراطي کړنو دوام دی.

طالبانو د میلیونونه افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو، کار او نورو فعالیتونو دروازې تړلي، چې په ملي او نړیواله کچه یې سخت حساسیتونه پارولي دي.

نړیوالو بیا- بیا له طالبانو غوښتي، چې دا ډول پریکړې بیرته واخلي، خو طالبانو خپل ضد ته دوام ورکړی او د نړیوالو ترڅنګ یې افغانان له ځانه سخت ناراضه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...