چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+د جدې شپږمه او زموږ د ماتمونو تسلسل | عبدالوحید وحید 

د جدې شپږمه او زموږ د ماتمونو تسلسل | عبدالوحید وحید 

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د شوروي ځواکونو تر يرغل وړاندې هم له پردیو يرغلونو سره د مبارزې او جګړو شاليد لري، خو افغان ولس د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني او کلتوري ارزښتونه ساتلي دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړو کې د خپلو سرونو په بيه دفاع کړې ده. دوی به وطنونه ورانول، دښمن به يې بي رحمه واژه، خو خپل ملي ارزښتونو ته يې درناوى درلوده. متاسفانه چې دغه وياړلي دودونه اوس له منځه تللي دي. زمونږ په هیواد باندې د شوروي اتحاد له يرغل څخه نزدې پنځه لسیزي تیري شوې ، خو لاهم د دغه تيرى او تجاوز له امله د افغانانو په ذهنونو کې پاخه نقوش پاتې دي، ځکه چې پر افغانستان باندي د سره پوځ یرغل دومره ستر ناورین وه چي افغانستان، سیمه او نړی يې ولړزوله.

هو! د جدې شپږمه وه. يو چوپ چاپ ماښام وه. دشوروي ځواکونه افغانستان ته د آمو سيند په سينه را تيريدل او  آمو يې ننداره کوله.  کارمل د تاشکند له راديو د امين د رژيم پاى او د افغان شوروي دوستئ د نوې دورې چيغې پورته کړي.

په لس ګونو زره شوروي عسکرو ځوږ جوړ کړ. سلګونه بمبارد الوتکې او جنګي څرخکې راغلي. زرګونه ټانکونه وغړمبېدل، بمونه وغورځېدل، سکډ او لونا وغوريدل او مرمئ وشغېدې. کورونه کنډواله، کلي ړنګ شول او ملت قرباني ورکوله. د ايثار قرباني او فداکاري د خورا لوړې بيې ورکولو وروسته د يوې داسې ورځې شاهدان هم يو چې پرمختللو وسلو او د نړئ ټولو ځواکمن لښکر د ايمان په وړاندې ماته وخوړه او د شوروي ځواکونو  وروستى جنرال د حيرتانو پر پله اوښته، خو شاته يې نه کتل او له ځان سره يې هغو ټولو مشرانو ته ښکنځل کول، چې دلته يې ځواکونه رالېږلي وو.

مونږ منو چې له روسانو وروسته نورو خپلو او پرديو هم بمونه په لا ډیر وحشت کارول کيدل، کابل ويجاړيده د ولس قرباني ليلام ته وړاندې کيده، الوتکې او ټانکونه کباړ کيدل، زموږ ملي شتمني لوټ کيدله، موږ يې د بيوسي او بيکسي په حالت کې ننداره کوله او دا هر څه ددهيرولو نه دي، خو دا باید هير نه کړو نه  چې دا کیسه په افغانستان باندې د کمونستانو له خونړۍ کودتا څخه پيل او  د شوروي ځواکونو له یرغل څخه وروسته يې زور ونيوه.

  هغه څه چې مو له يرغلونو څخه زده کړل داده چې هیڅ ډول عسکري ځواک او زور د ولس  اراده نشي ماتولاى. نظامي ځواکونه  د ملت زور ته د تسليمي سرونه ښکته کوي، په زور کلي نه کیږي، د توپک په ماشه کې بريا نشته. واک ته د رسيدو لپاره يوازنئ مشروع معقوله او د عمل لاره د ولس اراده ده. په يوه ګډ هېواد کې په ګډه د ګډ ژوند کولو، ګډ اوسيدلو او په سوله کې له نورو ولسونو سره جګړه نه، بلکې د متقابل درنښت په فضا کې د ژوند کولو هنر زده کول وياړ ده.

هغه خلک يوه ورځ يوازې پاتې کېږي چي د يرغلګرو په څنګ کي دريدلي وي. افغانستان د متجاوزينو او تيري کونکو هديره ده. د نړئ ډیر ستر ځواکونه دلته مات شوي دي. بالاخره د هغو خلکو سرونه به ښکته وي چې د واک ترلاسه کولو لپاره يې د افغان سينه سورئ کړه، افغانه مورکئ يې بوره کړه، د افغانې خورکئ اوربل يې وران کړ او د افغان بچيان يې يتيمان کړل.

د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي، او په دې هيواد کې يوازې اسلامي نظام د افغانانو لپاره د منلو وړ ده. همدغه غيور ملت و چې انګليسى استعمار يې مات او د شوروي امپراتوري يې ونړوله.  دا دې دوه کاله وړاندې امريکا هم  له افغانستان څخه په خورا شرميدلي توګه خپله ګډه بار کړه. مګر داهم باید هير نکړو چې افغانان يو ښاد، اباد،  ودان، پرختللى،  خپلواک، له ځمکنئ او سياسي بشپړتيا برخمن افغانستان  غواړي چې لا يې هم نلرو.

مونږ د خپل ملت په کلک ايمان مضبوطه اراده او پياوړي عزم باور لرو چې هر وخت او زمان کې يې د پرديو د  تيري په وړاندي خپله سينه سپر کړې ده او له زياتو قربانيو وروسته يې پردي شړلي دي، خو متاسفانه د تاريخ په سينه کې دغه ځوروونکى واقعيت هم پروت دى چې موږ د پرديو له شړلو وروسته د خپواک نظام په جوړولو او په خپلمنځ کې د يو بل منلو او د يو بل فکر د زغملو هنر نه دى زده کړى.

مونږ ډيرو پرديو وغولولو. ډيرو وخوړو، ډيرو راباندې تر منزله ځانونه ورسول. شوروي ټوټې ټوټې شو. د برلين ديوال ونړيده. د لينن مجسمې ماتې شوى. د مرکزي اسيا مسلمان ميشتي هيوادونه ازاد شول. امريکا سړه جګړه وګټله. پاکستان له سانډويچ کيدو وژغورل شو، ناتو وشرميده او د امريکا تلسم مات شو، خو مونږ لاهم خپلې موخې تر لاسه نه کړې. د واک د حرص په تنور کې سوځو.  د نړيوالو له نظره ښکته پريوتو او د نړيوالې ټولنې په اوږو بار هيواد لرو.

په پرديو هيوادونو کې له محروميتونو مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند مو هډوکي وراسته کړل. پرديو زمونږ له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. له دوه نيم مليونه څخه د زياتو انسانانو قرباني مو ورکړه. شوروى مو مات او امریکا مو وشړله، مونږ هدف ته له رسيدو وړاندي د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شوو، مونږ د ځينو تش په نامه  مشرانو د واک غوښتنې  ناروا او وحشي کورنیو جګړو او د نورو د استبدادي ذهنيت له امله ناهيلي شوو او د هيلو غوټئ مو له سپړيدو وړاندې ګلئ ووهلې.

د شهيدانو د ارمانونه مو نيمګړي پاتې شول. مونږ له جګړو څخه ستړي شوي يو. مونږ د افغان په لاس د افغان د وژلو لوبې ستړي کړي يو. مونږ د هېڅ ګاونډي سره د سيالي نه يو، مونږ د نړيوالو ترمنځ د پرمختګونو په رقابتي منډه کې پريوتي يو او مونږ يو محتاج ملت يو.

مونږ اوس له پرديو سره په معامله, مراوده او خبرو کې هيڅ ډول ستونځه نلرو، خو په خپلمنځي توګه يو بل ته غور او پش کوو او غړمبيږو. شورويانو د څوارلس زره او امريکايانو د دوه نيم زره عسکرو له لاسه ورکولو وروسته په خپلو ناکاميو باندې پوه شول چې د توپک لاره د بريا نه ده، نو مونږ له دوه نيم مليونه څخه د زياتو افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.

د نظامي يرغل په وړاندې مو د مبارزې څلي هسک ولاړ دي او پرديو ته په ماتې ورکولو مو د تاريخ پاڼې ګواهي ورکوي، خو راځئ نن هوډ وکړو چې نور د کورنیو جګړو، د واک انحصاري غکر، استبدادي ذهنيت، فقر، بيوزلي، فساد، غصب او ظلم په وړاندې د مبارزې نوئ څپرکئ هم پرانيزو.

ولس مو د فقر تر کچې لاندي ژوند کوى. معياري روغتونونه معياري ښوونځي معياري پوهنتونونه او نورې اسانتياوې نه لرو. خپل وروڼه د غلام، مرتد، اجیر،ګوډاګی  او وطن پلورونکی په القابو یادوو. زمونږ هیواد په نړۍ کې يوازنى هېواد دى چې د انجونو په زده کړو باندي بنديز لګيدلى خو موږ لاهم ځان ژوندى ولس، افغانستان خپلواک هېواد ګڼو او مشران مو د اهليت دعوه کوي. غلام  نه لکئ لری او نه هم ښکرونه! نن سبا، له علم څخه محروميت احتياج فقر او بېوزلي غلامي ده. راځئ ومنو، چې مونږ هر یوه په تیرو څلوېښتو کلونو کی سهوی، غلطیانی، تیروتنې او ګناهونه کړی دی. راځئ له يو بل څخه بښنه وغواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب