چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهتاجکستان سره افغانستان ته د برېښنا واردولو بل تړون

تاجکستان سره افغانستان ته د برېښنا واردولو بل تړون

تاند (چارشنبه، د جدي شپږمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بریښنا شرکت ویلي چې د ۲۰۲۴ کال لپاره یې له تاجکستان څخه د بریښنا د پیرلو یو نوی تړون کړی دی.

دې شرکت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه قرارداد په ترکیه کې د بریښنا شرکت د اجرایوي عمومي ریس ملا محمد حنیف حمزه او د تاجکستان د بریښنا سهامي شرکت د ریس محمد عمرعصازاده ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د بریښنا شرکت همدارنګه ویلي چې دواړو لورو له تاجکستانه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه  بریښنا د نویو مزو د غزولو پرمسلې هم خبرې وکړې او ویل شوي چې تاجکستان له دې کارسره لیوالتیا ښکاره کړه.

افغانستان په وروستیو دوو لسیزو کې د خپلې اړتیا وړ ډیره بریښنا له تاجکستان، ازبکستان ترکمنستان او ایران څخه وارده کړې ده.

یاده برېښنا ډېر ځله په صادرونکو هېوادونو کې د ډېر استعمال او تخنیکي ستونزو له امله ستونزو سره مخ کیږي او افغان استعمالونکي یې له نشتوالي او کموالي شکایتونه کوي.

افغانان نیوکه لري چې هم په پرځیدلي جمهوري نظام او هم طالب رژیم کې له خپلې وطني برېښنا برخمن نه شول او په دې اړه یې له پراخو ملي سرچینو په مسوولانه ډول استفاده ونه شوه.

د طالبانو چارواکي د پخوانیو چارواکو په شان ژمنه کوي چې له داخلي سرچینو د برېښنا برابرولو پلان لري، خو لا معلومه نه ده چې د دې ژمنو په عملي کولو به بریالي شی کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب