Homeخبرونهد طالبانو لخوا پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د کلیزې...

د طالبانو لخوا پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د کلیزې د غندنې غونډه

تاند (چارشنبه، د جدي شپږمه) د طالبانو رژیم نن په کابل کې د خپلو لوړپوړو چارواکو په ګډون پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۴ کلیزې د غندنې لپاره غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د طالبانو د رئیس الوزرا اداري او سیاسي مرستیالانو او ګڼو چارواکو ګډون درلود.

د دغې غونډې ویناوالو پخوانی شوروي اتحاد د یاد شوي یرغل له امله وغانده او هم یې امریکا پر افغانستان په یرغل کولو تورنه او وتل یې خپله لاسته راوړنه وبلله.

دوی دغه راز ادعا لرله چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې د دوی په وینا« بشپړ اسلامي نظام» حاکم کړی.

طالب چارواکو پرته له دې چې د خپل رژیم د ننګونو یادونه وکړي، د خپلو وروستیو ویناوو په دوام له خلکو وغوښتل چې د رژیم په بقا او ساتنه کې یې مرسته وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په زوره ایستو ته په اشارې وویل چې دا هڅې د دوی رژیم ته د ګواښ جوړولو لپاره کیږي.

هغه دغه راز وویل چې د دوی له بیا واک ته رسیدو سره یې د دندې شوق نه و، خو د خلکو د ستونزو لپاره یې دنده پر غاړه اخیستې ده.

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر ادعا وکړه چې د شوروي لښکرو خلاف جنګیدونکې ډلې ځکه د شورویانو له وتو وروسته ناکام شول چې د قدرت په سر یې خپلمنځي ناندرۍ لرلې.

هغه څه چې د ده په وینا، دوی یې نه لري او د قدرت شوق ورسره نشته.

یادې څرګندونې په داسې مهال دي چې د افغانستان له اداري نظام څخه هره ورځ د غیر طالب منسوبینو د ګوښه کېدو او پر ځای یې د نا مسلکي ملایانو او طالبانو د ګومارنې خبرونه ورکول کیږي او خلک په سراسري ډول طالبان د قدرت په انحصار او د افغانستان د اداري نظام په پاشلو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...