Homeخبرونهکابل کې د یوه ډاکټر وژل کېدل

کابل کې د یوه ډاکټر وژل کېدل

تاند (چارشنبه، د جدي شپږمه) ناڅرګندو وسله والو نن په کابل ښار کې د میوند کادري روغتون د جلدي څانګي مشر

پوهنوال ډاکټر غفار همدرد په ډزو وژلی.
د نوموړي یوه ټولګیوال او د ننګرهار د عامې روغتیا پخواني رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني د ډاکټر همدرد د وژل کېدو خبر تایید کړی.
ډاکټر دراني په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې همدرد د خپلې معاینه خانې مخې ته په کابل ښار کې وژل شوی.
هغه او نورو سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
په وروستیو کې له کابل او یو شمېر نورو ښارونو څخه د ورته پېښو خبرونه زیات شوي.
طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...