سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهله زده کړو د نجونو محرومیت او د ۵ نیم سوو نوو...

له زده کړو د نجونو محرومیت او د ۵ نیم سوو نوو ښوونځیو جوړېدل

تاند ( چارشنبه، د جدي شپږمه) په داسې حال کې چې طالبان له هېڅ ډول دلیل پرته لا هم افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي، د دوی تر کنټرول لاندې پوهنې وزارت د څه باندې ۵ نیم سوو ښوونځیو د جوړولو خبر ورکړی.

د پوهنې وزارت د نشراتو لپاره د طالبانو د رییس منصور احمد حمزه په خبره، دغه ښوونځي په تېرو ۶ میاشتو کې جوړ شوي.

هغه نه دي ویلي چې پر دغو ښوونځیو څومره لګښت شوی او لګښت یې له کومه شوی؟

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د جاپان هېواد او ملګرو ملتونو د سازمان یو شمېر اړوندې موسسې وخت پر وخت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر ښوونځیو د ودانیو د جوړولو خبر ورکوي.

له دې سره طالب چارواکي هم د ځینو ښوونځیو د زیانمنو شویو ودانیو د ترمیم خبر ورکوي.

افغان نجونې بیا له طالب چارواکو غواړي چې دوی ته د زده کړو د بیرته دوام اجازه ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دې اړه د دوی هڅې روانې دي.

خلک بیا د طالب چارواکو ورته څرګندونې غولونکې بولي او وایي نور یې په داسې ژمنو باور نه شي کولای.

له څه مودې راهیسې طالب چارواکو په مدرسو کې د نجونو د زده کړو د نه محدودیت خبر ورکړی.

له دې سره، دا اندېښنه زیاته شوې چې طالب چارواکي ممکن په تدریجي ډول نجونې او هلکان ټول له عصري زده کړو لیرې یوسي او په مدرسو کې یې د خپلو جنګیالیو په فکر وروزي.

2 COMMENTS

  1. لوپر خبیث لکه چی بیا تر حد زیاد چیښلی دی البته تاند به هم پدی خباثت کی ور سره شریک او مسئول وی.
    هیله ده دومره ډیر وچیښی چی لڅه کونه بازار ته را ووځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب