جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالب چارواکي: د الیاس د وژلو په تور ۲ تنه نیول شوي

طالب چارواکي: د الیاس د وژلو په تور ۲ تنه نیول شوي

تاند (چارشنبه، د جدي شپږمه) د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ خبر ورکړی ،چې دغه ولایت کې یې د الیاس په نوم د وژل شوي ماشوم د وژلوپه تړاو دوه تنه نیولي دي.

د یادې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز ویلي، ځواکونو یې د الیاس د وژلو په تور دوه کسه نیولي چې ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته هم وسپارل شي.

د مبارز په خبره، د هغو نورو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي چې په یاده موضوع کې یې لاس درلود.

نوموړي زیاته کړې، چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې انسان تښتوونکو د الیاس په نوم یو ماشوم اختطاف او د خوشې کولو بدل کې یې له کورنۍ پېسې غوښتې، خو کورنۍ یې د ورکړې توان نه درلود، چې وروسته د انسان تښتوونکو لخوا په شهادت رسېدلی و.

یاده پېښه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه د خلکو غبرګونونو سره مخ شوې.

خلکو له طالب چارواکو غوښتي چې د پېښې عاملین زر پیدا او سخته سزا ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره که څه هم په زیاته کچه د امنیتي پېښو د کمیدو خبرونه ورکول کیږي، خو د فقر او اقتصادي ناورین له کبله د غلا، اختطاف او نورو جنایي پېښو خبرونه لا هم د پام وړ ګڼل شوي.

1 COMMENT

  1. پدې قضیه کې خو شک کیږي چې کوم خپلوان یې پوره لاس لري. د ځناور اولاد وحشي سپو څنګه په څلور کلن ماشوم د وهلو او وژلو زړه کیده، ظالمه لاسونه دې نه ریګدیده. ځینې خلک وایي چې یو څه خوګیاڼي چې د طالبانو په صفونو کې دي نن سبا پداسې مسایلو کې لاس لري. یو یې د مولوي یعقوب که ایوب په نوم دی او دا هغه کس دی چې د طالبانو په تیره دوره کې یې د پاکستاني قونسلر په امر د طب پونهځي محصلین وژلي ؤ او د قول اردو د ریس ارکان پورې تړلي خلک دي. ددوی د ظلم، غیری انساني اعمالو نه د جلال اباد ښاریان شکایت کوي. داسې خلک باید د صفونو وویستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب