روح الله احمدزی
استبدادي، دېکتاتور، الیګارشي او ټوټالیټر نظامونه د کنټرول، تفرقې، ډار اچونې، د خلکو مادي، معنوي او تخنیکي وړتیاوو اخیستلو او د وګړو طبیعي، مدني او سیاسي حقوقو تر پښو لاندې کولو پالیسو پر اساس په زور او نامشروع توګه هېوادونو کې واکمني کوي.
دغه ډول رژیمونه په پرلهپسې توګه خلک ضعیفهوي او د خلکو تقاضا د سیاسي او مدني غوښتنو پر ځای ډېر عادي مواردو ته را ټیټوي. د دې ترڅنګ د خلکو مشروع غوښتنو او وړاندیزونو ته د ځواب ویلو او اورېدلو لپاره سولهییز میکانیزم نه لري.
تل د زور او ستم له لارې د خلکو شکنجې او ځورونې ته دوام ورکوي، خو دا ظالمانه سیاستونه د دې سبب ګرځي چې خلک ناخوښ شي او بلاخره دا ناخوښي تر دې بریده رسیږي چې خلک دولت د ځان دوښمن ګڼي او واکمن رژیم ته د دوښمن په سترګه کتل د لوی بدلون د راتګ او د رژیم پرځېدو څرکونه ښکاره کوي.
دا چې ورځ تر بلې له حاکمې استبدادي ډلې د ناراضو او ناخوښو خلکو شمېر ډېرېږي د همدې لوی شمېر وګړو د مدیریت او سازماندهۍ لپاره د سیاسي بدیل یا الټرنټیو«روایت» رامنځته کول حتمي کېږي، ترڅو د استبدادګرو پر وړاندې د خلکو را ټولېدنه، غوښتنې او وړاندیزونه پر مدیریت شوې پالیسۍ واړوي او د بریا تر ورځې د رژیم بدلولو ستراټیژي په دوامداره او پایداره توګه تعقیب کړي.
سیاسی بدیل هغه ځای ناستې اداره ده چې د حاکم ځواک ځای نیسي، یا یو ټاکلی سیاسي نظم دی چې د واکمن نظام له ړنګېدو وروسته ځای پر ځای کېږي او د ټولنې په ټولو اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري او تعلیمي چارو کې د سیاسي مدیریت مسؤلیت لري.
د سیاسي بدلونونو ټولنپوهنې له نظره؛ د استبدادګرو مخالف لوري چې ټولنه کې د نوي نظم او ډموکراټیک حاکمیت راوستلو تکل لري، د حاکمې ډلې پرځولو په موخه د سیاسي بدیل رامنځته کول پرته، بله هره لار ناشونې ګڼي.
له سیاسي بدیل پرته پر واکمن رژیم هر ډول فشار راوستل، ښایي تر دې بریده ورسېږي چې قدرت د دوی دننه د اشخاصو او ډلو ترمنځ بدل شي، چې دا هېڅ وخت د استبداد د ماتېدو معنی نه، بلکې د استبداد تمدید او تازه نفسه شخص او لوریو ته د واک داخلي لیږد معنی ورکوي.
سربېره پردې مخالف لوري باید له استبدادګرو د ترحم او د سیاستونو د نرمښت غوښتنه ونه کړي او واکمنې ډلې سره د خبرو او مذاکرې لارې هم بندې کړي، ترڅو ناراضو لوریو کې د استبدادګرو لخوا، د درځونو، اېغواګرۍ او تېرایستلو مخنیوی وشي. دغه راز مخالفین باید داسې بدیل رامنځته کړي چې خلکو ته امید ورکړي او د خلکو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.
خو پوښتنه دا ده چې هغه سیاسي بدیل یا الټرنټیو«روایت» چې خلک یې په رسمیت وپېژني او واکمنه ډله تر پرځولو ورسوي څنګه رامنځته کېږي؟
د دغې پوښتنې ځواب د سیاسي ټولنپوهنې او تاریخ پاڼو کې شتون لري. تېرو سل کلونو کې نړۍ د مهمو سیاسي اوښتونونو کوربه وو، دغه اوښتونونه د سیاسي ټولنپوهنې او تاریخ څېړوونکو لخوا له بېلابېلو اړخونو څېړل شوي او دا یې موندلي چې د واکمن رژیم پرځول هغه وخت ممکن کېږي چې مخالف لوري په څلورو پړاونو کې نظامند اوسي.
لومړی د تحرک طرحه او سټراټیژي ولري، دویم مناسبه رهبري، درېیم د سازماندهي وړتیا او څلورم هر اړخیز سیاسي تبلیغات او پروپاګانډا وکړي.
د تحرک یا بسیج طرحه:
ټولنو کې بېلابېل اقشار او اړخونه شتون لري او هر اړخ د استبدادي رژیم له لوري په یو ډول نه یو ډول ځپل کېږي. د مخالفینو همدا تنوع چې په ټولنه کې موجوده ده، له یوې داسې متحرکې طرحې او لارې باید پر ګډ هدف راغونډ او صحنې ته راوستل شي چې د ټولو وړاندیزونو، غوښتنو،ارزښتونو او عقایدو ته پهکې ځای ورکړل شوی وي.
مناسبه رهبري:
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پوه شو په یوه متکثره ټولنه کې چې له مذهبي، توکمیزو او کلتوري اقلیتونو او مختلفو نظریاتو او افکارو څخه جوړه وي، هیڅ شخصیت یا سیاسي ځواک نشي کولی یوازې د سیاسي بدیل مشري په غاړه واخلي او یا د بدیل نظام بڼه او ډول وټاکي. په داسې حالت کې د متحرکې طرحې پر اساس ولس ته د منلو سیاسي اشخاصو،احزابو او طرفونو نه باید ټول شموله اېتلاف رامنځته شي چې د ملي ګټو، ملي امنیت، طبیعي آزادیو، بیان آزادۍ ، د میرمنو او زدهکړو حقونو، ځمکنۍ بشپړتیا او ډیموکراسۍ ارزښتونو پر بنسټ راټول او ژمن وي چې د خلکو د باور وړ وګرځي او پر رسمیت وپېژندل شي.
سازماندهي:
کله چې رهبري رامنځته شي، سازماندهي د بسیج کونکې طرحې کلیدي برخه ده، چې د ټولو خواو هڅې همغږي کوي او سرچینې تنظیموي او بیا دا دواړه په داسې طریقې سره یوځای کوي چې اهدافو ته رسېدو کې مرسته وکړي.
دغه راز، پهدې کې د بېلابېلو اېتلافي ډلو او مبارزینو دندې او کاري اړیکو تعریف کېږي، دې پروګرامونو پورې اړوند مختلفې دندې ټاکل کېږي، د سرچینو ترتیب او تخصیصول، او د داسې جوړښت ډیزاینول شامل دي چې د دندو، مسؤلیتونو او چارو ترمنځ تفکیک وکړي، او په سیاسي او نظامي عملیاتو کې د اسانتیا او اغیزمنتیا ساتلو لپاره د فعالیتونو پلانول اسانوي.
د اېتلاف مشران باید د متحرکې یا بسیج کوونکې طرحې په درشل کې ټول هغه ټولنیز ځواکونو او اړخونه سازماندهي کړي، چې د استبدادګرو پر وړاندې درېدلي او ورځ تر بلې یې شمیر ډیریږي.
سیاسي تبلیغات او پروپاګانډا:
سیاسي تبلیغات نن ورځ د استبدادي ریژیمونو د پرځونې لپاره مهم عنصر بلل کیږي.
سیاسي تبلیغات د عامو او استبداد ځپلو خلکو د حال او افکارو خپرول، هڅول او راپارول دي او نن ورځ تبلیغات او پروپاګانډا د عامه اړیکو یوه مهمه برخه ده او هدف یې د مخکې تر مخکې ټاکلو اهدافو ترلاسه کول دي.
عامه افکار د سیاسي تبلیغاتو له لارې سوق او اداره کېږي او خلکو ته داسې لارو چارو باندې تګ خپرېږي او لېږدول کیږي چې د استبدادګرو څخه ځان خلاص کړي او آزاده ډموکراټیکه ټولنه رامنځته کړي.
دغه راز سیاسي تبلیغاتو برخه کې پروپاګانډا او د پروپاګانډا درې واړه ډولونه سپینه، توره او خاکستري پروپاګانډا د رژیمونو نسکورولو او خلکو راټولونې، راپارونې او بسیجولو لپاره تر بل هر څه اغیزمنه پرېوځي.
د سیاسي ټولنپوهنې، سیاسي بدلونونواو اوښتونو تاریخي او علمي یادداښتونو دغه ټکي په افغانستان کې د شته استبداد څخه د خلاصون او سیاسي الټرنټیو«روایت» رامنځته کولو یوه لاره چاره کېدلی شي او هیله ده چې د سیاسي او مدني مقاومت ډلې د افغانستان په کانټیکسټ«منځپانګه» کې ترې استفاده وکړي.