شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+مشهوره ټیک ټاکره صندل خټک هم انتخابي میدان ته راوتلې

مشهوره ټیک ټاکره صندل خټک هم انتخابي میدان ته راوتلې

داودجبارخیل
مشهوره ټیک ټاکره صندل خټک هم له خیبرپښتونخوا څخه د ښځو لپاره د ځانګړې چوکۍ (سیټ) لپاره انتخابي میدان ته راوتلې او د کاندیدۍ کاغذونه یې جمع کړي دي.
له یوه خصوصي ټي وي سره په خبرو کې صندل خټک وويل «زه به دا نه وايم چې له کوم سياسي ګوند سره يو ځاى شم، زه د خپلې سيمې د ستونزو د هواري لپاره ميدان ته راغلې يم.»
هغې زیاته کړه،: «زما موخه به د ښځو پياوړتيا وي، دا مهال زموږ ښځې د ګاز، برېښنا او اوبو له ستونزو سره مخ دي.»
دې همداراز وویل چې د ولس ملاتړ لري، په انتخاباتو کې د بري په صورت کې به د خپلې سیمې په پرمختګ کې خپل رول ولوبوي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پر اساس، عام انتخابات به د فبرورۍ په اتمه نېټه وشي.
ياده دې وي چې صندل خټک د لانجمنې یا متنازع ټېک ټاکرې حريم شاه پخوانۍ ملګرې ده او دواړه د ټېک ټاک پلېټ فارم له لارې په ګډه مشهورې شوې دي.
وروسته د دواړو تر منځ لانجه راغله او حریم شاه تور ولګاوه چې صندل خټک د دې د ناوړه ویډیوګانو په افشا کولو کې لاس درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب