شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: طالبان د وضعیت په پېچلي کولو سره سولې ته خنډونه...

ولسمشر غني: طالبان د وضعیت په پېچلي کولو سره سولې ته خنډونه جوړوي

تاند (شنبه د حوت ۲۳) د افغانستان حکومت وايي، طالبان د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې په لار کې خنډونه جوړوي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې په هرات کې د تېرې ورځې برید غندل شوی او ولسمشر غني یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې طالبان ددغه ډول بریدونو په ترسره کولو وضعیت پېچلی کوي او په دې توګه د سولې په لار کې خنډونه جوړوي.

د ښاغلي غني په خبره، طالبان په دغه ډول بریدونو ښيي چې د سولې لپاره اراده نه لري او زیاتوي چې دغه ډله د خبرو له لارې د اوسني بحران ختمولو ته ژمنه نه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او اړوندو مسؤلینو ته یې د ټپیانو د درملنې، د قربانیانو کورنیو ته د رسیدګۍ، د پېښې د څرنګوالي د ارزونې او د عاملینو د مجازاتو لارښوونه کوي.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه شاخوا نهه بجې د هرات ښار د ۱۴ مې حوزې اړوند سیمه کې موټر بم برید وشو چې له امله یې لږ تر لږه اته تنه ووژل شول او ۵۴ نور یې ټپیان کړل.

سرچینې وايي، په وژل شویو کسانو کې یو نظامي او په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس او نور ټول ملکیان دي.

تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب