یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد مارچ په ۲۷ مه ترکیه کې د افغانستان په اړه د...

د مارچ په ۲۷ مه ترکیه کې د افغانستان په اړه د بُن ناستې ته ورته غونډه جوړیږي

تاند ( شنبه، د کب ۲۳) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لیک وروسته په افغان حکومت کې ځینې سرچینې وايي، چې امریکا د خپلې وړاندیز شوې طرحې د عملي کولو لپاره جدي ښکاري او آن د استانبول ناستې لپاره یې د بُن ناستې ته ورته ناستې ته مهالوېش ټاکلی دی.

سرچینې زیاتوي، د بایډن ادارې لخوا د افغانستان د راتلونکي په اړه د تصمیم نیولو په هکله د ناستې د پیلېدو وخت ټاکل شوی دی او دغه ناسته به د مارچ په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکېلو لوریو ته یوازې څو ورځې وخت ورکړی چې د دغه هېواد د وړاندې شوې طرحې په هکله تصمیم ونیسي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی خپور کړی، خو ټاکل شوې چې افغان حکومت به په راتلونکو ورځو کې په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي او دا تصمیم به د ملي روغې جوړې د عالي شورا په مشرتابه کمېټه کې ونیول شي.

په جګړه کې له ښکېلو لوریو او سیاستوالو سربېره د افغانستان په مسایلو کې ښکېل هېوادونه هم په دغه ناسته کې ګډون کوي.

د سرچینو په وینا، په دغه ناسته کې به د طالبانو د سیاسي مرستیال او په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر رییس ملابرادر په مشرۍ پلاوی هم ګډون وکړي.

د استانبول په ناسته کې د سولې د انتقالي دولت د جوړولو په اړه بحث کېږي، ترڅو د سولې بهیر د چټکتیا لپاره زمینه برابره شي.

د بُن ناستې ته ورته دا غونډه به ښايي درې ورځې او آن یوه اونۍ دوام وکړي.

له دې مخکې ولسمشر غني او د هغه لومړي مرستیال د سولې د انتقالي دولت له طرحې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د اساسي قانون په شتون کې هېڅ بلې طرحې او وثیقې ته اړتیا نشته.

ورته مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاستوالو او د سیمې ځینو هېوادونو د امریکا طرحه د سولې په خبرو کې د چټکتیا لپاره یو ښه ګام بللی دی.

د معلوماتو له مخې، د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې ناسته د ملګروملتونو سازمان په مشرۍ جوړېږي او د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښکېلو او سیمې د هېوادونو استازي به پکې ګډون کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

هوا | اجمل پسرلی

کلی/ اجمل پسرلی

دا/ اجمل پسرلی