دوشنبه, مې 13, 2024
Homeکلتورسینماهندۍ اداکاره پرینکا چوپړا د اسکار جایزې ته نوماندیږي

هندۍ اداکاره پرینکا چوپړا د اسکار جایزې ته نوماندیږي

تاند ( شنبه، د کب ۲۳ ) هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هېواد وتلې فلمي اداکاره پرینکا چوپړا به د روانې میاشتې په ۱۵ تاریخ اعلان وکړي چې د اسکار نړۍ والې جایزې ته ځان نوماندوي.

د راپورونو په حواله، د پرینکا چوپړا تر څنګ به د هغې د فلم او ژوند ملګری نیک جوناس هم دې جایزې ته د نوم لیکنې اعلان وکړي.

پرینکا پر خپل انسټاګرام یوه وېډیو خپره کړې او وایي؛ موږ تاسو ته در یادوو، چې ستاسو په ملاتړ به مونږ ۱۵ مه نېټه د اسکار معتبرې جایزې لپاره د نوم لیکنې اعلان وکړو.

دا جوړه به د خپلې نوماندۍ اعلان د روانې مارچ میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د ماښام ۵:۳۰ وکړي.

اسکار هغه نړۍ واله جایزه ده، چې ورته د نړۍ مشهور شخصیتونه، فلمي ستوري، لیکوالان او نور نوماندېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسکار نومي نړیواله جایزه هر کال اعلانېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب