شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبلینکن له ګوتریش سره د افغان سولې په هکله خبرې وکړې

بلینکن له ګوتریش سره د افغان سولې په هکله خبرې وکړې

تاند (شنبه دحوت ۲۳) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره د افغان سولې په هکله خبرې اترې کړي.

بلینکن په خپلو خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د روانې جګړې په ګډون په ټوله نړۍ کې د شخړو پر ختمولو ټینګار کړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې ده تېره ورځ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان، برما او ايتوپيا په هکله ګټورې خبرې اترې وکړې.

هغه له ملګرو ملتونو سره په نړۍ کې د شخړو پر پای ته رسولو کې د ملګرتیا هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، خوښ دی چې له ملګرو ملتونو سره ددې او په نړۍ کې د نورو شخړو د ختمولو لپاره په ګډه کار کوي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د روانې حوت میاشتې په ۲۸مه په روسیه کې د افغان سولې په هکله یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي چې په افغانستان کې د يوه داسې انتقالي حکومت د جوړېدو پلوي کوي چې د طالبانو غړي هم پکې شامل وي.

د زخاروا په خبره چې د يوې ټولشموله موقتې ادارې جوړښت به ښايي دغې ستونزې ته يو منطقي حل وي چې طالبان په سوله ييز ډول د افغانستان سياسي ژوند ته ورګډ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا چې د افغانستان په اړه غونډه به د روسيې، امريکا، چين او پاکستان د استازو په سطحه وي او د بين الافغاني خبرو د پرمختگ، تاوتريخوالي کمولو او وسله والې شخړې د پای ته رسولو په هکله به په کې بحث وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب