شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پر بایسکل۴۲ هېوادونو ته سفر کوونکی ومړ

پر بایسکل۴۲ هېوادونو ته سفر کوونکی ومړ

تاند(شنبه، د حوت ۲۳) هغه اسراییلی بایسکل‌چلوونکی، چې ۴۲ هېوادونو ته یې په بایسکل سفرونه کړي وو، له ټکر کولو وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه ۳۹ کلن اسراییلی «روئي سدان» نومېده، چې د خپل کور شاوخوا یې له بس سره ټکر وکړ او روغتون ته له وړلو وروسته یې د ډېرو ټپونو له امله ساه ورکړه.

سدان د خپلو سفرونو پر مهال څو ځله له خطرناکو پېښو سره هم مخ شوی و، لکه په هند کې تر یوه لوی غره له غورځېدو وروسته بیا هم ژوندی پاتې شو.

هغه وخت چې سدان په هند کې له یو لوړ غر څخه رالویدلی و

روئي سدان، چې د اسراییل د بایسکل سفیر بلل کېده، د نړۍ د شپږو لویو وچو ۴۲ هېوادونو، لکه له اروپا تر ترکیې، ازبکستان، تاجکستان، مرکزي آسیا، چین، استرالیا او نورو ته په بایسکل سفرونه کړي وو.

دغه اسرايیلي سړي به هر هېواد له سفرونو وروسته خاطرې لیکلې او بیا به د نړۍ په مشهورو ورځپاڼو کې خپرېدې.

سدان به په بایسکل له سفر کولو وروسته په هغه هېواد کې د اسراییل سفارت ته تله او هلته به یې وینا کوله.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، چې روئي سدان یو ځل په ۲۰۱۵ کې د شمالي هند له سلګونه متره لوړ غره څخه وغورځېد، خو له څو میاشتې درملنې وروسته ښه شو او بېرته یې خپل سفرونه پیل کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب