شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: له دې وروسته به ټول بې اسناده موټر...

د کورنیو چارو وزارت: له دې وروسته به ټول بې اسناده موټر ضبط شي

تاند (شنبه د حوت ۲۳) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي.

ددغه وزارت په یوه اعلامیه کې له هغه هېوادوالو مننه کړې چې په تېرو څو میاشتو کې یې خپلو موټرو ته قانوني اسناد اخیستی دي.

په اعلامیه کې راغلي چې نور د بې اسنادو موټرو د ثبت د تمدید وخت پای ته رسېدلی او له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي.

سرچینه زیاتوي، د وسایطو د ګرځونې په برخه کې جدي څارنه روانه ده او که چېرې بې اسنادو موټر تشخیص شي، په هماغه شېبه درول کېږي.

په خبرپانه کې دغه راز راغلي، کابل د نوي کال په لړ کې د نورو ولایتونو د هېوادوالو کوربه وي چې ځینې یې له دې لارې مزارشریف ښار ته د تفرېح په موخه ځي، نو ځکه یې خبرداری ورکړی چې که چېرې څوک د بې اسنادو موټر په وسیله کابل ښار ته د ننه کېدو هوډ ولري، واسطه یې د پولیسو لخوا درول کېږي او خپله کس تر څېړنو لاندې نیول کېږي.

کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د قانون د تنفیذ او د امنیت د ټینګښت په برخو کې د ښاریانو همکاري اړینه ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې څرګنده شوې چې ترهګرو او انسان تښتوونکو د بې اسناده موټرو په وسیله په جنایت لاس پورې کړی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خلکو د امنیت ساتنه یې لومړیتوب دی، نو ځکه له خلکو غواړي چې له پولیسو سره همکار پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې مخکې تر دې کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی و چې د بې اسناده موټرو مالکان باید تر ټاکلې نیټې پورې خپل موټرونه ثبت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب