شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان دولت د مسکو او انقرې غونډو کې ګډون کوي

افغان دولت د مسکو او انقرې غونډو کې ګډون کوي

تاند (شنبه د حوت ۲۳) افغان دولت وايي چې په روسیه او ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکو غونډو کې ګډون کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل چې افغان دولت به په مسکو او انقره کې د سولې په تړاو جوړېدونکو ناستو کې ګډون وکړي.

د ښاغلي محب په خبره، افغان دولت له هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې افغانستان لږ تر لږه یو ګام هم سولې ته نږدې کوي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان حکومت په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره ټول اړین اقدامات تر سره کړي، خو په وینا یې طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره ښیي چې سولې ته اراده نه لري.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ټینګار وکړ چې طالبان سولې ته تیاری نه لري او د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د خلکو ترمنځ د وحشت خپرولو په حال کې دي.

ټاکل شوې د روانې حوت میاشتې په ۲۸مه په روسیه کې د افغان سولې په هکله یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د افغانستان په اړه غونډه به د روسيې، امريکا، چين او پاکستان د استازو په سطحه وي او د بين الافغاني خبرو د پرمختگ، تاوتريخوالي کمولو او وسله والې شخړې د پای ته رسولو په هکله به په کې بحث وشي.

ماریا زخاروا ویلي چې په افغانستان کې د يوه داسې انتقالي حکومت د جوړېدو پلوي کوي چې د طالبانو غړي هم پکې شامل وي، خو په وینا چې په دې هکله پرېکړه کول د افغانانو صلاحیت دی.

حمدالله محب دې موضوع ته په اشارې وویل چې موقت حکومت د افغانستان د درد دوا نه شي کېدای او زیاته یې کړه چې دا موضوع د طالبانو له لوري چې خپله سولې ته ژمن نه دي مطرح شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب