شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: د کورونا ضد (استرازِنِکا) واکسین د ډاډ وړ دي

روغتیا وزارت: د کورونا ضد (استرازِنِکا) واکسین د ډاډ وړ دي

تاند ( شنبه، د کب ۲۳)  د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي خبر ورکوي چې د کورونا ضد (استرازِنِکا) واکسین هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري او ټول هېواد کې یې د تطبیق چارې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نظري د هېوادوالو وروستیو اندېښنو ته په اشاره وایي، د روغتیا نړیوال سازمان ارزونې ښيي چې د (استرازِنِکا) نومي واکسین هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري او د کورونا ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لري.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې تر راتلونکي یو نیم کال پورې به د افغانستان ۶۰ سلنه وګړو ته د کورونا ویروس ضد واکسین تطبیق کړي.

د یادولو وړ ده چې دې وروستیو کې په کور د ننه او بهر د کورونا ویروس ضد واکسین په اړه اندېښنې راپورته شوې چې ګواکې دغه واکسین جانبي عوارض لري خو عامې روغتیا وزارت دا خبرې ردوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره کسانو ته دا واکسین تطبیق شوي او تر دا مهاله یې داسې کومې نښې نه دي موندلي چې ګواکې عوارض دې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تازه ډنمارک او ناروې د (استرازِنِکا) یا کورونا وایروس ضد واکسین تطبیقول د موقت وخت لپاره بند اعلان کړي او ویلي یې دي چې د دوی د بشپړو څېړنو وروسته به د دغه واکسین تطبیق بیا پیل کړي.

(استرازِنِکا) یا د کورونا ضد واکسین د انګلیستان او هندي کمپنیو ګډ تولید دی چې هند یې ۵۰۰ زره ډوزه له افغانستان سره هم مرسته کړې ده.

د دغه واکسین تطبیق ټول هېواد کې پیل شوی او په ترڅ کې یې تر ۴۰ زرو افغانانو ته چې امنیتي سرتیري، خبریالان او روغتیایي کارکوونکي په کې شامل دي تطبیق شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب