شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په ۲مه ټېسټ لوبه کې افغان لوبډله پر زمبابوې برلاسې ده

په ۲مه ټېسټ لوبه کې افغان لوبډله پر زمبابوې برلاسې ده

تاند (شنبه، د حوت ۲۳) د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دوهمه ټېسټ لوبه کې افغانستان برلاسی دی.

د دې لوبې نن څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده.

افغانستان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه .

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې کړې وې، چې بيا يې خپله پاڼۍ ختمه کړه او زمبابوې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغانستان لپاره حشمت الله شهيدي غبرګه سليزه ووهله او ۲۰۰ منډې یې وکړې،  اصغر افغان ۱۶۴ او دغه راز ابراهیم ځدراڼ ۷۶ منډې جوړې کړې وې.

زمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٧ منډې وکړې او د فالو ان ښکار شوه.

افغان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې راشدخان ۴ او امیر حمزه بیا ۳ او سید شيرزاد ۳ لوبغاړي سوځولي وو.

یادې لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې بیاهم کمزورې ښکارې تراوسه پورې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۶ منډې کړې دي او څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده.

یعني زمبابوې تر دې دمه د هدف ټاکلو لپاره ۸ منډې کړي او سبا به هم د شته ۳ لوبغاړو په لوبېدو افغان لوبډلې ته هدف ټاکي.

سين ويليمس تراوسه پورې په ۱۰۶ منډو ناسوځېدلى ولاړ دی. دغه راز تريپانو بیا ۶۳ منډې کړې دي.

افغان لوبډلې لپاره په دوهمه پاڼۍ کې هم افغان ګوګلي ماسټر راشدخان غوره توپ اچونه کړې ده.

نوموړي تر دې دمه د زمبابوې ۵ لوبغاړي سوځولي دي.

دغه راز بل افغان تيز توپ اچوونکي سیدشېرزاد او ورو توپ اچوونکي جاوېداحمدي ۱ـ۱ لوبغاړی سوځولي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې افغان لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې له زمبابوې نه په ستر توپير ماتې خوړلې وه.

دواړه لوبډلې به د روانې ټېسټ لوبې له پای ته رسېدو وروسته د مارچ په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مه نېټو درې شل اوره لوبې هم ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب