پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهوحید عمر: هېڅوک حق نه لري چې خلکو ته حدود وټاکي

وحید عمر: هېڅوک حق نه لري چې خلکو ته حدود وټاکي

تاند (شنبه د حوت ۲۳) په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي، هېڅ کس یا اداره حق نه‌ لري چې د اساسي قانون پر خلاف د هېوادوالو لپاره محدودیتونه وټاکي.

ښاغلي عمر دغه څرګندونې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې چې ویلي یې دي له ۱۲ کلنۍ د لوړ عمر لرونکې نجونې  نه‌ شي کولای د نارينه وو په غونډو کې ترانې ولولي.

نوموړي نن شنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې دوی د پوهنې وزارت له مشرتابه سره په اړيکه کې دي، ترڅو د یادې پرېکړې په هکله خپل دریځ روښانه کړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پوهنې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، تر دې وروسته هغه نجونې چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر ولري، نه شي کولی د نارینه وو په حضور غونډو کې ترانې ووايي.

د وحید عمر تر دې څرګندونې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پوهنې وزارت د یادې پرېکړې په غبرګون کې ویلي و چې هنري مهارتونو ته لاسرسي د ماشومانو حق دی او نباید ترې محروم شي.

د بشر حقونو کمېسیون: هنري مهارتونو ته لاسرسی د ماشومانو حق دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ورک / اجمل پسرلی

څوک/ اجمل پسرلی

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...