پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهسرپل کې باد او طوفان ۴ ماشومان مړه کړي دي

سرپل کې باد او طوفان ۴ ماشومان مړه کړي دي

تاند (شنبه د حوت ۲۳) د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالي کې د کور د چت غورځېدو له امله ۴ ماشومان مړه شوي او ۲ نور یې ټپیان شوي دي.

د یادې ولسوالي ولسوال، نقیب الله دقیق رسنیو ته ویلي: “تېره شپه د سخت باد او طوفان له امله د سانچارک ولسوالي په ګراب سیمه کې د یو کور چت نړیدلی، چې څلور ماشومان پکې مړه شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.”

د ولسوال په خبره په پېښه کې دوه د پاخه عمر کسان ټپیان او په مړو شوو کې دوه نجونې او دوه هلکان شامل دي.

د سیمه ایزو چارواکو په خبره یاده سیمه له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده.

په همدې حال کې د هرات ولایت چارواکي بیا وایي چې په دې ولایت کې هم د باد او طوفان له امله د ښوونځي لوحه راغورځېدلې چې یوه زده کوونکې پکې مړه شوې ده.

د یادو پېښو خبر په داسې حال کې خپریږي چې نن د هوا پېژندنې ملي ادارې وویل، د هېواد په نیږدې ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...