چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد عبدالرووف د قضیې په تړاو ۵۵ تنه نیول شوي

د عبدالرووف د قضیې په تړاو ۵۵ تنه نیول شوي

تاند(شنبه، د حوت ۲۳) د افغانستان د ملي امنیت رییس ویلي، د عبدالروف د تښتونې په تړاو ۵۵ کسان چې د القاعده شبکې او داعش ډلې غړي دي نیول شوي.

احمد ضیا سراج نن شنبه په کابل کې د امنیتي مسوولینو ګډې خبري غونډې ته وویل، چې دې کسانو پر کابل پوهنتون د برید په ګډون په لویو بریدونو کې هم لاس درلود.

نوموړي زیاته کړې چې په دې کسانو کې اصلي پلانونکي یې هم شامل دي او ۱۶ کسان د عبدالرووف په ساتنه کې په مستقیم ډول ښکېل وو.

سراج ویلي: (( زمونږ کار له ارش نومې کس څخه پیل شو چې د دې شبکې غړی و او په مشرتابه کې یې و.))

د هغه په وینا، په دغو ۵۵ کسانو کې ازبکستاني او تاجکستاني وګړي هم شته چې ډېری په بلخ، جوزجان او فاریاب کې نیول شوي دي او لا هم د نورو کسانو په هکله څېړنې روانې دي.

د سراج په خبره، چیرې چې عبدالرووف ساتل کېږي مونږ ډېر هغه ځای ته نږدې شوي یو او لنډ وخت کې به یوې پایلې ته ورسېږو.

نوموړي ویلي، چې له دغو کسانو څخه مقناطیسي ماینونه او د ترور وسایل هم ترلاسه شوي دي.

سراج همدا راز ویلي چې دغو نیول شویو کسانو پلان درلود چې په بلخ کې ډله ییزو ودونو کې برید وکړي.

څه موده وړاندې ولسمشر غني خبرداری ورکړی و چې که چېرې عبدالرووف د اختطاف چیانو له منګولو ونه ژغورل شي د بلخ ټول ځايي چارواکي به له دندو ګوښه کړي.

د عبدالرووف په نوم ۹ کلن ماشوم نژدې څلور میاشتې وړاندې په بلخ کې هغه مهال چې ښوونځي ته پر لاره و د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب