یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د حشمت شهیدي په کوچنۍ تېروتنې زمبابوې امتیاز واخیست

د حشمت شهیدي په کوچنۍ تېروتنې زمبابوې امتیاز واخیست

تاند ( شنبه، د حوت ۲۳) د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې د لوبې په دريمه ورځ د افغان لوبډلې توپوهونکي حشمت الله شهیدي د ډګر ساتنې پر مهال يوه داسې کړنه ترسره کړه چې لوبڅارانو يې له امله زمبابوې ته يوه اضافي منډه ورکړه.

د زمبابوې د توپ وهنې پر مهال سکندر رضا د ٩١م اور په وروستي توپ  شاټ ووهه، چې هغه د باونډرۍ کرښې سره بېخي نږدې ودرېده.

افغان لوبغاړي شهيدي په توپ پسې منډه ووهله او کله چې هغه توپ را اخيسته نو يوه پښه یې له باونډرۍ یا کرښې اخوا واړوله او بيا يې توپ را وغورځاوه.

لوبڅارانو احمد شاه پکتين او عليم ډار د شهیدي د دې کړنې په غبرګون کې زمبابوې ته یوه اضافي منډه ورکړه.

لوبڅارانو دا کړنه قصدي عمل وباله.

د شهیدي دې کړنې په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه را پارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې دا وېډیو ډېره خپره شوې او ګڼو خلکو پرې تبصرې کړې دي.

حشمت شهيدي هغه افغان لوبغاړی دی چې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

شهیدي لومړنى افغان توپوهونکى دی چې په ټېسټ لوبو کې دوه پرلپسې سلیزې وهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی