شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا په افغانستان کې پر هدفي بریدونو اندېښنه ښکاره کړه

امنیت شورا په افغانستان کې پر هدفي بریدونو اندېښنه ښکاره کړه

تاند(شنبه، د حوت ۲۲) د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو زیاتېدو ته په اشارې پر ملکیانو هدفي وژنې وغندلې.

پرون شپه دا وخت په هرات ښار کې په یوه موټربمي برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۸ تنه ووژل شول او ۵۴ نور ژوبل شول.

دې برید لږترلږه ۸ کورونه ویجاړ کړل.

که څه هم هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه وانه خیست خو د افغانستان ولسمشر اشرف غني طالبان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړل. په هرات کې داعش فعالیت نه لري.

په وروستیو کې په افغانستان کې پر یو شمېر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو هم بریدونه شوي چې د ځینو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

د خبریالانو نړیوال فدرېشن په وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې څه باندې ۳ سوه خبریالانو د امنیتي اندېښنو له کبله دندې پرې ایښي دي.

همداراز په وروستیو کې، په تېره بیا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ له ۲۹ وروسته چې امریکا او طالبانو په قطر کې موافقه لاسلیک کړې، د افغانستان په ښارونو کې هدفي بریدونه خورا زیات شوي دي. په دغو بریدونو کې عادي دولتي مامورین، صاحب منصبان، دولتي چارواکي، خبریالان او حتي ډاکتران په نخښه کېږي.

ولسمشر غني تېره اوونۍ وویل چې طالبان د نامشروع جګړې د دوام په وسیله غواړي چې اوسنی کړکېچ له سوله ییزې لارې حل نه شي او لا وضعیت پېچلی شي.

د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د وروستیو حملو په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې په دې هیواد کې تاوتریخوالی په ګواښوونکي ډول زیات شوی دی.

د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې مامورین، قاضیان، څارنوالان، د رسنیو فعالان، د بشري حقونو مدافعان، مذهبي او قومي اقلیتونه په بې رحمۍ وژل کېږي.

امنیت شورا د کومې ډلې نوم نه دی یاد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب