شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+سي وي څنګه ولیکو؟| ژباړه او را ټولونه: حبیب موم

سي وي څنګه ولیکو؟| ژباړه او را ټولونه: حبیب موم

کله چې تاسو د دندې په لټه کې یاست دې ته مو باید پام وي چې ستاسو علمي او کاري مخینه یا سي وي (CV) خورا اړینه ده. له همدې امله مو سي وي سمه چمتو کړئ او په دې توګه به تاسو په لږ وخت د کاري مرکې بلنه تر لاسه کړئ. خو که مو سي وي ناسمه او غلطه چمتو کړه ستاسو د دندې غوښتنلیک به بیا بیا له رد سره مخ کېږي. هره سي وي یوه له بلې توپیر لري ځکه چې د دندو غوښتنې یو له بله سره توپیر لري نو سي وي ګانې هم باید یو له بله سره توپیر ولري تر څو څرګنده کړي چې څه ډول ستاسو د وړتیاوو ټولګه تاسو د هغې دندې له پاره وړ ګرځوي چې تاسو ور ته غوښتنلیک ور کوی خو د دې سره سره نژدې د ټولو سي وي ګانو جوړښت سره ورته وي.

ښه نو تاسو د نوې دندې په لټه کې یاست؟

وار خطا ښکارئ، همداسې نه ده؟ ګڼ په زړه پورې فرصتونه شته چې تاسو یې باید لاس ته راوړی او د دې فرصتونو د تر لاسي یوه لاره د یوې غوره سي وي چمتو کول او لېږل دي

ډېری مهال تاسو خپله د خوښې وړ دنده مومی او په دې هم پوهېږی چې تاسو ور ته مناسب هم یاست نو خپله سي وي مو ور ته لېږی او په بې صبرۍ د ګمارونکو تلیفوني اړیکې ته په تمه پاتې کېږی خو هېڅکله هم زنګ نه در ته راځي.

همداسې ده که نه؟ هو! دا نژدې له مونږ ټولو سره شوي خو دا څنګه شونې ده؟

زه د دې پوښتنې په ځواب پوهېږم.

 ستاسو سي وي هېڅ نه ده لوستل شوې ځکه په کافي اندازه مناسبه او غوره نه وه.

ډاډه اوسئ، دا خواشینونکې صحنه به بیا هېڅکله تکرار نه شي ځکه چې تاسو د داسې یوې ډاډمنې لارې په زده کړه بوخت یاست چې په واسطه یې کولی شی خپله زړه سي وي مو پر نوې او په زړه پورې هغې بدله کړی.

دا لارښود در سره مرسته کوي چې څنګه د خپل راتلونکي له پاره یوه غوره سي وي چمتو کړی. دا لیکنه درې برخې لري چې لومړۍ یې د سي وي پېژندنې، دوهمه یې د سي وي عمومي بڼې او دریمه هغه یې په سي وي کې ځای پر ځای کېدونکو څیزونو ته ځانګړې شوې.

را ځئ له دې یې را پیل کړو چې سي وي ده څه شی؟

لومړی- سي وي څه شی ده؟

کارمخینه یا سي وي چې انګلیسي لنډيز یې CV دی د Curriculum Vitae لنډيز دی. Curriculum Vitae یوناني کلیمه ده چې مانا یې د ژوند بهیر یا دوران دی.

 د امریکا په متحدو ایالتونو، کاناډا او آسټرالیا کې سي وي هغه سند دی چې د علمي موخو له پاره کارول کېږي. امریکايي سي وي د سي وي درلودونکي د علمي ژوند ټول مالومات وړاندې کوي خو له پورته څو هېوادونو پرته په نورو هېوادونو کې سي وي د امریکايي Resume سره مساوي ده او هغه مهال کارول کېږي کله چې څوک کومې دندې ته نوملیکنه کوي.

  • سي وي (CV) یا علمي/ کاري مخینه د شخصي بازار موندنې هغه سند دی چې پر پاموړ ګمارونکو د ځان د خرڅلاو په موخه کارول کېږي. دا سند باید ستاسو پېرونکي/ ګمارونکي ته ستاسو په اړه، ستاسو د مسلکي تاریخچې، مهارتونو، وړتیاوو او لاسته راوړنو په اړه هر څه ووايي. بالآخره ستاسو سي وي باید دا پوښتنه ځواب کړي چې ولې تاسو د پاموړ دندې له پاره تر ټولو وړ او غوره شخص یاست.

دا چې دې سند ته د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې مختلف نومونه کارول کېږي لکه CV او Resume نو ځکه ډېری خلک پوښتي چې:

د CV او Resume تر منځ توپیر څه دی؟

 راځئ دې پوښتنې ته په یوه وار او مستقیم ځواب ووایو:

نن سبا د استخدام په بازار کې (د ګمارونکو پر وړاندې) د CV او Resume تر منځ هېڅ رسمي توپیر شتون نه لري او دواړه یې یو مفهوم افاده کوي چې برېتانویان ور ته CV او امریکایان ور ته Resume وايي عیناً لکه فوټبال چې برېتانویان یې Football او امریکایان یې Soccer بولي. له همدې امله که تاسو اروپايي کمپنیو ته د دندې نوملیکنه کوی نو باید سي وي چمتو کړئ (په خپل غوښتنلیک مو سي وي نوم کېږدئ) او که امریکايي شرکتونو ته د دندې نوملیکنه کوی نو باید Resume چمتو کړئ.

یادونه: په افغانستان کې هم دواړه ویوکي تر ډېره د یوې موخې (دندې ته د نوملیکنې یا غوښتنلیک) په توګه کارول کېږي او تر منځ یې کوم رسمي توپیر شتون نه لري.

باید په یاد ولری چې سي وي هېڅکله هم Cover Letter نه دی ځکه چې سي وي ستاسو د زده کړو، کاري تجربې او ځانګړنو یو مشرح لست دی او Cover Letter  ستاسو د بازار موندنې یوه بشپړه هڅه ده چې په لنډو ډول ستاسو ګمارونکي ته په ګوته کوي چې تاسو ولې د پاموړ دندې له پاره تر ټولو غوره او مناسب شخص یاست او ولې نوموړې دنده تر لاسه کول غواړی.

اوس راځئ چې د سي پر جوړښت خبرې وکړو!

دوهم– د سي وي عمومي بڼه:

  • د سي وي تر ټولو غوره بڼه وټاکئ

دلته یوه ځورونکي فکر ته ستاسو پام را اړوو:

هر کله چې تاسو د یوې دندې په لټه کې یاست او دندې ته نوملیکنه کوی نو تاسو په حقیقت کې په منځني ډول له لسګونو نورو نوماندانو سره سیالي کوی.

 بالکل! مخکنۍ جمله مو سمه ولوسته. تاسو ښايي له دې هم د زیاتو کسانو سره سیالي وکړی نو راځئ ځان ګمارونکی وګڼئ او د یوه ګمارونکي په توګه ځان اړ وګڼئ چې لږ تر لږه لسګونه غوښتنلیکونه باید مطالعه کړی. آیا تاسو به واقعاً ټول غوښتنلیکونه ولولی؟ نه! واقعاً چې نه.

ډېری ګمارونکي د هرې یوې سي وي کتنې ته یواځې ۶-۱۰ ثانیو وخت ورکوي. نو هغه تر ټولو لومړی اغېز (چې ستاسو سي وي یې باید پر ګمارونکي پرېږدي) خورا زیات اړین دی. که تاسو یو غوره او ښه تنظیم شوی سند (سي وي) وړاندې کړه نو تاسو به ګمارونکی پر دې قانع کړی شی چې ستاسو د سي وي کتلو او لوستلو ته زیات وخت ور کړي. له بله پلوه یوه نيمګړې او د نا سمې بڼې درلودونکې سي وي کولی شي په لومړي پړاو کې تاسو د ګمارونکو له پامه وغوځوي او د ځغاستې له لیکې مو وباسي.

  • د سي وي بېلابېلو برخو ته مناسب ترتیب وټاکئ

د سي وي له پاره مو تر ټولو غوره ترتیب وټاکئ چې یو یې په لاندې ډول دی چې وروسته به مفصلې خبرې پرې وکړو:

  1. 1. د سي وي عنوان چې باید د اړیکو شمېرې او د اړیکو اړوند مالومات ولري.
  2. 2. شخصي پروفایل: د سي وي موخې یا د سي وي لنډيز
  3. 3. کاري تجربه
  4. 4. زده کړې
  5. 5. وړتیاوې
  6. 6. اضافي برخې
  • د سي وي عمومي بڼه مو ثابته وساتئ، روښانه او د لوستلو وړ فونټ (لیکبڼه) غوره کړئ:

د سي وي له پاره له معیاري لیکبڼو څخه ګټه واخلئ لکه Arial, Tahoma, Times New Roman او نور. همدا ډول ځینې نورې لیکبڼې هم شته چې د سي وي د چمتو کولو پر مهال ترې ګټه اخیستی شی خو باید هڅه وشي چې روښانه او د لوستلو وړ لیکبڼه غوره شي.

د لیک کچه باید له ۱۱ څخه تر ۱۲ وي او د عنوانونو کچه باید له  14 څخه تر ۱۶ پورې وي او د کرښو تر منځ واټن ۱ وي. د پاڼې څلور خواوې مو باید یو انچ وي. ډاډ تر لاسه کړئ چې د سي وي عنوانونه مو سره یو شان وي، له نور خط څخه باید یو څه لوی او ژور رنګ ولري یا (Bold) وي خو اېټالیک بڼه او تر خط لاندې کرښه را کښل هومره اړین نه دي. همدا ډول د نېټو له پاره هم باید یوه بڼه وکارول شي.

  • خپله سي وي مو په بې ځایه رنګونو او تصویرونو مه بدرنګوئ:

په ډېرو لېوني خوشاله وي! نو ځکه څومره چې کولی شی سي وي مو لنډه او د دندې له غوښتنو سره متناسبه او اړونده چمتو کړئ.

د پراګرافونو تر منځ واټن اړین دی ځکه ګمارونکي د ساه اخیستو او دمې له پاره یو څه تشې (خالیګاه) ته اړتیا لري! نو له دې امله د پراګرافونو تر منځ یو څه واټن پرېږدئ.

همدا ډول، کله چې تاسو سي وي ولېږی نو ډېر ځله ستاسو سي وي پر سپین کاغذ او تور رنګ (توره او سپینه) چاپېږي. له همدې امله د ډېرو رنګونو او ګرافیکونو کارول ستاسو سي وي بې خونده او په تور او سپین ډول تر پرنټ وروسته د نه لوستلو وړ ګرځوي.

  • له سي وي څخه مو تصویرونه پاک کړئ:

 څو چې د دندې په اعلان کې په ښکاره نه وي در څخه غوښتل شوي چې په سي وي کې مو باید تصویر وي تر هغو مو خپل تصویر په سي وي کې مه ځای پر ځای کوئ او که د تصویر شتون مو د دندې له غوښتنو څخه وي نو باید یو مسلکي ،ښکلی او نوی تصویر مو ور ته غوره کړئ.

  • سي وي مو لنډه او اړونده جوړه کړئ:

د هغو نوماندانو له ډلې څخه مه کېږئ چې لا هم په نويیمو کلونو کې نښتي او فکر کوي چې باید د دوی د ژوند په اړه هر څه د دوی په سي وي کې ولیکل شي.

د نن سبا ګمارنې له ګڼه کوڼې د ډک کاروبار یو جهنم ګرځېدلي او هېڅوک وخت نه لري چې وګوري تاسو کومه لېسه لوستې او ستاسو له ۱۰ د زیاتو پخوانیو دندو لست ولولي نو ځکه ښايي دا شیان مو وروسته وغوښتل شي.

یادونه: کله مو چې د سي وي لیکل پای ته ورسول نو خپله سي وي مو په PDF بڼه خوندي کړئ تر څو بڼه یې بدلون و نه مومي او له لاسوهنې خوندي شي خو د دندې لایحې ته جدي پام وکړئ ځکه ځینې ګمارونکي په PDF بڼه سي وي نه مني نو که داسې وي خپله سي وي مو په ورډ (Ms Word) بڼه ور ولېږئ.

دریم– کومو څيزونو ته په خپله سي وي کې ځای ور کړو؟

که چېرته ستاسو د سي وي جوړښت بدلون منونکی وي نو په ښه ډول کولی شي ستاسو د ځانګړو وړتیاوو او کاري تجربې ټولګه په ګوته کړي خو یو لړ ځانګړې برخې هم شته چې ګمارونکي یې ستاسو پر سي وي له پلټنې او لټونې پرته د لیدو په تمه وي. لاندې همدا برخې در ته ښیو تر څو په خپلو سي وي ګانو کې یې په پام کې ونیسی.

  • نوم، مسلکي لقب او د اړیکو شمېرې

د پاڼې پر سر لومړی ځای باید ستاسو بشپړ نوم، مسلکي لقب (لکه ډاکټر، ماسټر، لسانس او…) او د اړیکو شمېرو ته ځانګړی شي. په هېڅ صورت باید ستاسو د سي وي عنوان «کارمخینه یا Curriculum Vitae او CV» نه وي ځکه په دې سره تاسو د خپلې سي وي یو خورا مهم تش ځای په بې ځایه عنوان ډکوی نو پر ځای یې خپل نوم د عنوان په توګه راوړئ.

خپل د اړیکو شمېرې او مالومات مو په سمه توګه ځای پر ځای کړئ

کله چې وار د اړیکو شمېرو ته ورسېد نو د برښنا لیک او اړیکشمېرو لیکل خورا اړین دي. پخوا معمول داسې وو چې تاسو باید خپله بشپړه پته پر سي وي لیکلې وی خو نن سبا دا بسنه کوي چې یواځې د خپل ښار او هېواد نوم ولیکی.

که غواړی نو کولی شی په خپله سي وي مو پر کارموندونکو او ټولنیزو وېب پاڼو لکه LinkedIn او نورو د خپل حساب او پروفایل تړونی هم راوړی خو په دې شرط چې خپل پروفایل مو تازه یا Update کړی وي.

  • شخصي ځانګړتیاوې یا Personal Profile

سي وي مو په شخصي پروفایل (د سي وي پر لنډيز یا د سي وي پر موخو) پیل کړئ

دا برخه چې نور نومونه هم لري لکه Personal Statement, Career Objective او Professional Profile ستاسو د سي وي یوه خورا مهمه برخه ده. دا برخه یو لنډ پراګراف دی چې پاموړ ګمارونکي ته ستاسو په اړه لازم مالومات په لاس ورکوي تر څو پوه شي چې تاسو څوک او څه یاست. دا برخه ستاسو د شخصیت، کاري/ علمي مخینې او لاسته را وړنو په اړه لنډ او په زړه پورې مالومات  وړاندې کوي.

خپل شخصي پروفایل مو داسې چمتو کړئ چې له هر هغې دندې سره سمون ولري چې تاسو ور ته نوملیکنه کړې. همدا ډول دا برخه باید ستاسو هغه ځانګړې وړتیاوې په ګوته کړي چې د پاموړ دندې له غوښتنو سره تاسو ته سمون دربښي. اړینه ده شخصي پروفایل مو لنډ او مینه ناک وي او له یو څو جملو (معمولاً ۱۰۰ ویوکو) څخه اوږد نه شي. ستاسو شخصي پروفایل یا باید ستاسو د سي وي لنډيز وي او یا هم ستاسو د سي وي موخې په ګوته کړي. د دې له پاره چې دا برخه سمه چمتو کړی نو هڅه وکړئ چې لاندې برخې په پام کې ونیسی:

  1. 1. ته څوک یې؟
  2. 2. د کمپنۍ له پاره څه تر سره کولی شی؟
  3. 3. ستاسو د تخصص او کارمخینې موخې څه دي؟

ځینې نوماندان د اړیکو د شمېرو او مالوماتو له لیکلو وروسته راساً کاري تجربې یا زده کړو ته ټوپ کړي خو تاسو باید تر دوی غوره کار وکړئ تر څو د ګمارونکو په یاد پاتې شی. نو خپل شخصي پروفایل، د سي وي لنډيز یا موخې مو له کاري تجربې مخکې او له شخصي مالوماتو څخه وروسته ولیکئ.

  • مخکې مو د سي وي د موخو او د سي وي د لنډیز یادونه وکړه. آیا د سي وي د موخو او د سي وي د لنډيز تر منځ توپیر شته؟ که وي نو په څه کې دی؟

د سي وي موخې هغه څه دي چې په ګوته کوي چې تاسو کومې وړتیاوې لری او څه ډول له شرایطو سره ځان ته سمون ورکولی شی. که تاسو له پاموړ دندې سره اړونده لږه کاري تجربه لری نو د شخصي پروفایل په توګه د سي وي د موخو را وړل ستاسو له پاره یو ښه غوراوی دی.

د سي وي لنډيز بیا په خپل وار ستاسو د کاري ژوند بهیر او لاسته راوړنې په ګوته کوي. که چېرته تاسو په یوه ټاکلې کاري برخه کې پراخه کاري تجربه لری نو د شخصي پروفایل په توګه مو د سي وي لنډيز وکاروئ.

تاسو باید د خپلې سي وي د شخصي پروفایل په توګه د سي وي موخې او یا لنډيز داسې ولیکئ چې ترې څرګنده شي چې څه ډول خپلې زده کړې او وړتیاوي عملي کولی شی، څه ډول ترې د دندې د سر ته رسولو له پاره کار اخیستلی شی او که وګمارل شی، کمپنۍ او ګمارونکو ته څه ګټه رسولی شی نه دا چې وښيي چې تاسو یواځې د دندې د ترلاسه کولو له پاره زده کړې کړي دي. همدا ډول که تاسو کومې مشخصې دندې ته نوملیکنه کوی نو غوره ده چې د شخصي پروفایل (د سي وي د موخو او یا د سي وي د لنډیز) په برخه کې مو په مناسب ډول د ګمارونکې کمپنۍ د نوم یادونه وکړئ. همداډول   په خپله سي وي کې مو د بې ځایه زیاتونو او لغت پرانۍ څخه ډډه وکړئ.

  • کاري تجربه او کاري مخینه Experience and employment history

ستاسو د کاري تجربې برخه په خپل وار ستاسو د ټولې سي وي یوه خورا مهمه برخه ده چې ډېرې سترګې ور اوړي. دا برخه تاسو ته فرصت په لاس در کوي تر څو خپلې پخواني دندې، زده کړه ایزې دورې او کاري تجربې مو په ډاګه کړی. که تاسو فکر کوی چې په آسانه به یواځې خپلې پخوانۍ دندې چې تاسو تر سره کړي، نېټې یې او خپل مسؤلیتونو ولیکئ نو په دې اړه بیا فکر وکړئ ځکه یاد شوي څيزونه هغه خور اړین توکي دي چې باید په یوه ډېره لومړنۍ (ابتدايي) سي وي کې ترې یادونه وشي خو نن سبا لومړنۍ سي وي ستاسو د خپلې خوښې وړ دندې د تر لاسي خوب نه شي ريښتیا کولی.

په دې برخه کې مو خپلې تجربې د نېټې په ترتیب سره له خپلې وروستۍ یا اوسنۍ دندې څخه پیل کړئ او همداسې سر چپه د خپلې تر ټولو لومړنۍ دندې پر لور مخته لاړ شئ.

کله چې خپله کاري تجربه او پخوانۍ دندې لست کوی نو لومړی مو د دندې کره نېټه، ورپسې د ګمارونکي نوم، د دندې عنوان او یوه کرښه د خپل رول په اړه ولیکئ. بیا مو خپل اصلي مسؤلیتونه، وړتیاوې او لاسته راوړنې د ټکیو (Bullets) په ترتیب ولیکئ او هر یو ټکی په پیاوړو فعلونو او ارقامو پیل کړئ تر څو له خپلو ادعاوو او څرګندونو څخه ښه ملاتړ وکړی شی.

دا در سره مرسته کوي تر څو هغه دندې او مسؤلیتونه مو غوره کړی چې په پاموړ دندې پورې ډېر تړاو ولري په ځانګړي ډول هغه مهال چې د کاري تجربو لست مو خورا اوږد وي. که مو د کاري تجربې کلونه او د دندو لست پاموړ دندې ته له غوښتل شوې کاري تجربې څخه زیات وي نو تاسو کولی شی د پخوانیو دندو او نا اړوندو مسؤلیتونو په لرې کولو سره دا لست را لنډ کړئ. که تاسو داسې دندې هم لری چې تر لسو کلونو پرې ډېره موده تېره شوې وي کولی شی دا دندې په سي وي کې یادې نه کړی.

  اصلي خبره دا ده چې ستاسو ګمارونکی ژر په دې پوهېږي چې تاسو کومې دندې سر ته رسولي خو غواړي وپوهېږي چې دا دندې مو څه ډول مخته وړي او که وګمارل شی نو خپل نوي ګمارونکي ته څه ور کولی شی.

دلته در ښییو چې خپله د کاري تجربې برخه څه ډول چمتو کړئ:

  1. 1. تر هر څه ډېر مو پر خپلو مهمو او اړوندو لاسته راوړنو تمرکز وکړئ نه یواځې پر خپلو پخوانیو دندو.
  2. 2. له داسې فعلونو څخه کار واخلئ چې څرګنده کړي چې تاسو د دندې پر مهال کوم کارونه بشپړ کړي او سر ته رسولي دي لکه: تر سره کړل، را منځته کړل او داسې نور.
  3. 3. سي وي مو له اعلان شوې دندې سره سمه تنظیم کړئ، د دندې لایحه په غور سره ولولئ او وګورئ چې له تاسو څخه د کومو دندو هیله کېږي. که مو دا دندې مخکې تر سره کړې وي سره د دې چې ښايي ستاسو اصلي دندې نه اوسي خو په خپله سي وي کې یې ولیکئ.

د دې له پاره چې سي وي مو د ګمارونکو پاملرنه ځانته واړوي نو د هرې کاري تجربې لاندې یو فرعي عنوان خپلو مهمو لاسته راوړنو ته ځانګړی کړئ چې تاسو په نوموړې دنده کې پرې برلاسي شوي یاست. که غواړی دا برخه مو لا ډېر او له توقع سره سم اغېز پرېږدي نو د لا ښې تشرېح له پاره یې له PAR یا Problem- Action- Results فورمول څخه کار واخلئ. دا فورمول داسې کار کوي چې له مخې یې باید خپله د لاسته راوړنو فرعي برخه داسې چمتو کړئ چې هم پکې د ستونزې یا Problem هم پکې د هغه پر وړاندې د کړنې یا Action او هم د پایلې یا Result یادونه وشي.

یادونه: که تاسو تازه له پوهنتونه فارغ یاست، کاري تجربه نه لری او غواړی چې د یوه محصل په توګه خپله سي وي چمتو کړی او یا دا چې په وروستیو ۵ پنځو کلونو کې له کوم معتبر پوهنتون یا انستتیوت څخه فارغ یاست نو خپلې زده کړې مو له کاري تجربې څخه مخکې ولیکئ.

  • زده کړې او وړتیاوې یا  Education and qualifications

ښه خبره خو دا ده چې پر سي وي ستاسو د زده کړو برخه معمولاً خورا ساده او آسانه چمتو کېږي. که تاسو له بکلوریا یا ۱۲ ټولګي څخه لوړې زده کړې لری نو یواځې د همدې لوړو زده کړو یادونه وکړئ او د بکلوریا (۱۲ ټولګي) له یادولو څخه ډډه وکړئ او که ستاسو تر ټولو لوړې زده کړې بکلوریا یا تر ۱۲ ټولګي پورې وي نو بیا یې حتماً یادونه وکړئ.

د کاري مخینې د برخې په څېر، خپلې زده کړې هم په سر چپه ډول او د نېټې په ترتیب له خپلو تر ټولو ورستیو زده کړو څخه پیل او تر خپلې تر ټولو لومړنۍ زده کړې پورې ولیکئ. دلته د هغه ښوونځي/ پوهنتون نوم چې زده کړه مو پکې کړې، د زده کړو د پیل او پای نېټې او وروسته خپلې وړتیاوې او درجې چې تاسو تر لاسه کړې دي ولیکئ.

که یواځې یو سند یا ډېپلوم لری نو خپلې یو څو کورنۍ دندې او پروژې مو چې تاسو د زده کړو پر مهال کار کړي او له پاموړ دندې سره سمون لري لست کولی شی.

په دې برخه کې له لاندې څيزونو څخه یادونه وکړئ:

  • د فراغت نېټه (که لا هم زده کړیال یاست نو د هغې احتمالي نېټې یادونه وکړئ چې ښايي پکې فارغ شی)
  • د زده کړو کچه یا سویه
  • د پوهنتون یا د زده کړو د مؤسسې او انستیتیوت نوم
  • ویاړونه لکه کادر (که چېرته په کادر کې یاست)

 یادونه: دا چې علمي ویاړونه مو د ګټې پر ځای در ته زیان و نه رسوي نو د علمي ویاړونو او کادر یادونه اختیاري ده او غوره دا ده چې له علمي ویاړونو مو هغه وخت یادونه وکړی چې په اعلی او یا هم عالي درجه تر لاسه شوي وي.

خو که تاسو تازه فارغ یاست او کاري تجربه نه لری او غواړئ د لومړي ځل له پاره دنده تر لاسه کړئ نو څه باید وکړئ؟ ساده ده! خپله د زده کړو برخه مو له کاري تجربې څخه وړاندې را وړئ او پر علمي تجربو مو زیات پام ور ټول کړئ. په دې برخه کې کولی شی د لاندې څیزونه یادونه وکړئ:

  • د مونوګراف یا تېزس عنوان
  • د خوښې وړ زده کړو څانګه
  • د زده کړو اړوند کارونه
  • تر ټولو غوره لاسته راوړنې مو
  • له نصاب (کریکیولوم) څخه د باندې علمي فعالیتونه

د دندې له غوښتنو سره د سمون لرونکو او اړوندو وړتیاوو یادونه

 اوس ستاسو د وړتیاوو وار دی. ښايي تاسو به پراخې وړتیاوې لری خو آیا پر سي وي د یوه یا نیم درجن وړتیاوو لست کول سم برېښي؟

هر څه چې وي خو!

کله چې د سي وي له پاره د وړتیاوو خبره وي نو یو څه تر نورو ټولو ډېر مهم دي او هغه «تړاو یا سمون» دی. هغه وړتیاوې چې غواړئ پر سي وي یې ولیکئ باید د هغې دندې له غوښتنو سره تړاو او سمون ولري چې غواړئ تر لاسه یې کړی.

په یاد مو دي کله مو چې وړاندې د دندې له لایحې سره سم د سي وي د چمتو کولو خبره وکړه؟ دلته یې بیا یادونه کوو.

دا کار څه ډول تر سره کړو؟

پر یوه سپینه پاڼه مو خپلې ټولې مسلکي وړتیاوې لست کړئ. بیا د دندې لایحه وګورئ چې ګمارونکي له تاسو څخه د څه هيلې لري. د دندو له لایحې سره مو د خپلو وړتیاوو لست پرتله کړئ او وګورئ چې ستاسو د وړتیاوو له لست څخه کومې یې د دندې له لایحې سره تړاو یا سمون لري. دا هغه وړتیاوې دي چې تاسو یې د خپلې سي وي د وړتیاوو په برخه کې لیکلی شی. هڅه وکړئ څو پر خپله سي وي د خپلو سختو او نرمو وړتیاوو (Hard Skills & Soft Skills) او د دوی تر منځ د وړتیاوو یوه مناسب ترکیب ته ځای ورکړئ.

یادونه: Hard Skills یا سختې وړتیاوې هغو وړتیاوو ته ویل کېږي چې په ټولګي کې له ښوونکي، کتاب او نورو ښوونیزو توکو څخه زده کېږي او دقیقاً د اندازه کولو او شمېرلو وړ وي لکه پر بهرنۍ ژبه پوهېدل، علمي سویه (لکه لسانس، ماستري او نور) خو Soft Skills یا نرمې وړتیاوې هغو وړتیاوو ته ویل کېږي چې له پورته لارو څخه نه تر لاسه کېږي او په سخته یې اندازه کولی شو. دا ډول وړتیاوې له نورو سره د چلند، غبرګون او انساني کړو وړو اړوندې وي لکه د اړیکو مهارتونه، د رهبرۍ وړتیا، د هڅونې وړتیا او ګڼې داسې نورې.

 کله چې خپلې وړتیاوې لست کوی نو هرې وړتیا ته مو یوه لنډه تشرېح هم ور کړئ تر څو ستاسو د مسلکي توب کچه په ګوته کړي. د بېلګې په ډول «اعلی»، «عالي» او «ښه»

  • په سي وي کې مو اضافي برخې ته ځای ورکړئ تر څو پر ګمارونکو اغېز پرېږدي:

ځينې اضافي برخې هم شته چې کولی شي ستاسو د سي وي په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او ستاسو وړتیاوې په ګوته کړي په ځانګړي ډول هغه مهال چې سي وي مو د کاري تجربې د نه شتون او کمښت له امله کمزورې وي.

راځئ چې ټول پر یوه شي اعتراف وکړو او هغه دا چې!

 مونږ تل د ځان په اړه درواغ وایو. دا هغه سپین درواغ دي چې یواځې خپل زړه پرې خوشحالولی شو خو له مونږ سره مرسته نه شي کولی.

 پام مو کړی چې په درواغ ویلو کې کومه ډله خلک مخکې دي؟

 دنده لټوونکي!

دوی ټول پر خپلو سي وي ګانو په دې هيله درواغ لیکي چې ګمارونکي به وغولوي او په دوی پسې به د دوی د درواغو د ریښتیا کولو زیار و نه باسي. دوی داسې درواغ وايي! «پر فرانسوي روانې خبرې او لیکل کولی شم» خو حقیقت داسې نه وي.

اصلي خبره خو دا ده چې ګمارونکوته د دې روزنه ور کړل شوې ده تر څو درواغجن مالوم کړي. نو له همدې امله د دې فکر هم و نه کړئ چې تاسو به خپلې تېرې د دروغو دندې او لاسته راوړنې پر دوی ومنی.

خو څنګه کولی شو له ګمارونکو سره مرسته وکړو تر څو له هغو نوماندانو سره له کاري مرکې ډډه وکړي چې پر خپله سي وي د درواغو افسانې لیکي تر څو ځای یې مونږ ونیسو؟ یوه ډاډمنه لاره در ښیو تر څو کار ترې واخلی.

پر خپله سي وي مو یوې اضافي برخې ته ځای ور کړئ او په دې برخه کې مو خپل سوچه او تر ټولو لوړ بریالیتوبونه ولیکئ. دا هغه څه دي چې د یوه نوماند په توګه ستاسو ارزښت په ګوته کوي.

لکه لاندې!

اړینې وړتیاوې یا Key Skills: که تاسو د دندې له پاره سي وي لیکی او یا ځينې وړتیاوې لری او غواړی سملاسي یې ګمارونکي ته په ګوته کړی نو د اړینو اړتیاوو برخه مو په سي وي کې د خپل شخصي پروفایل لاندې ولیکئ. پام مو وي چې تاسو کولی شی چې حد اکثر د څلورو یا پنځو وړتیاوو یادونه وکړی.

عادتونه او د خوښې وړ کارونه یا  Hobbies and Interests: که فکر کوی چې سي وي مو کمزورې ده کولی شی خپله سي وي مو د سي وي په پای کې د خپلو عادتونو او د خوښې وړ څيزونو د برخې په زیاتولو سره پیاوړې کړی. دا کار د دې په څرګندولو کې در سره مرسته کوي چې تاسو څه ډول د کمپنۍ یا اړوندې ادارې له غوښتنو سره ځان ته سمون ور کولی شی. د بېلګې په ډول که تاسو د چاپېریال اړوندې کومې دندې ته نوملیکنه کړې وي نو ولې په خپله سي وي کې باید و نه لیکی چې تاسو د اقلیمي بدلون د مخنیوي له فعالیتونو سره خورا ډېره مینه لری.

پام مو وي! د هغو عادتونو له لیکلو څخه ډډه وکړئ چې ستاسو سي وي ته ګټه نه رسوي، له اړوندې دندې سره تړاو نه لري او یا داسې عادتونه چې په کاري چاپېریال کې یې یادونه اړینه نه وي او پر هغو مو تمرکز وکړئ چې ارزښت یې لري.

ځینې نور څيزونه چې په اضافي برخه کې ور ته ځای ور کولی شی په لاندې ډول دي:

  • په اړونده برخه کې ترلاسه شوي ستاینلیکونه
  • مسلکي لاسوندونه
  • خپرونې (لکه کتابونه، مقالې، ژباړې او نور)
  • مسلکي غړیتوبونه (لکه د ځینو ټولنو)
  • په کانفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون
  • تر لاسه کړې اضافي روزنې

 یوه ښه تنظیم شوې اضافي برخه پر نورو هغو نوماندانو ستاسو د غوراوي له پاره یو غوره لامل کېدلی شي چې له تاسو سره ورته کاري او علمي ځانګړنې لري. نو دا چانس هېڅکله هم له لاسه مه ورکوئ تر څو د ډېرو نوماندانو له منځه تاسو غوره شی.

 که تاسو لا هم زده کړیال یاست نو د اندېښنې کومه خبره نشته ځکه د یوه زده کړیال په ډول تاسو هم کولی شی پر سي وي د اضافي برخې له ښېګڼو ګټه واخلی او کولی شی دا برخه داسې تنظیم کړی:

  • داوطلبانه کړنې او فعالیتونه
  • غوره عادتونه او د خوښې وړ څیزونه
  • د زده کړو د مهال پروژوي فعالیتونه
  • خپلواک کړه وړه
  • علمي لاسته راوړنې
  • شخصي وېبلاګ (که یې لری)

 ډېر ښه! که تاسو پورته لارې چارې چې خبرې مو پرې وکړې عملي کړی نو تاسو به بې له شکه چې یوه غوره او سمه سي وي چمتو کړې وي. ښه نو اوس تاسو د سي وي د یوې ښې بڼې د چمتو کولو په اړه لومړني اصول زده کړل. راځئ چې مخکې لاړ شو!

  • وړاندې ذکر شوې ټولې لارښوونې د سي وي پر یوه غوره جوړښت او بڼه تنظیم کړئ

که وخت نه لری او یا نه غواړی چې په ورډ(Word)  کې د سي وي پر چمتو کولو خپل وخت ضایع کړی نو له انټرنېټ څخه ګټه اخیستلی شی. له نېکه مرغه پر انټرنېټ په آنلاین بڼه په سلګونو د سي وي ښکلې بڼې شته چې یواځې تاسو پکې خپل مالومات د ننه کولی او ښکلې سي وي تر لاسه کولی شی. همدا ډول ځینې کاریالونه (Apps) هم شته چې د سي وي له پاره ښکلې بڼې لري او مرسته در سره کوي تر څو یوه ښکلې سي وي چمتو کړی.

اوس د وروستۍ خبرې په توګه هغه څه چې هر یوه دنده لټوونکي ته په کار ده ځان پرې پوه کړي:

  • خپله سي وي مو پر یوه Cover Letter سره بشپړه کړئ

آیا د دندې پر اعلان له تاسو د سي وي سربېره د Cover Letter غوښتنه هم شوې؟ ځینې ګمارونکي د دندې د اعلان پر مهال له نوماندانو غواړي څو د خپلې سي وي تر څنګ Cover Letter هم ور ولېږي نو تاسو ته ښايي څو له سي وي سره مو Cover Letter  هم ملګری کړی خو ځینې نور ګمارونکي بیا هېڅ د Cover Letter یادونه نه کوي نو په دې صورت کې څه وکړو؟

 د Cover Letter لیکل او نه لیکل ډېر سره نژدې دي او څومره چې تاسو د Cover Letter لیکلو ته اړتیا لری ښايي همدومره یې نه لیکل هم مناسب وي خو ولې؟

دا ځکه چې نژدې 45 سلنه ګمارونکي داسې دي چې د Cover Letter د نه درلودو په صورت کې ښايي ستاسو سي وي و نه ګوري خو له بله پلوه  نور ۵۵ سلنه ښايي فکر کوی چې د سي وي له پاره د Cover Letter لیکل یو عبث او بې ګټې کار دی. راځئ وګورو چې څوک Cover Letter لولي.

د ګمارنې (استخدام) مدیران: ځکه دا دوی دي چې د ورځې په پای کې پرېکړه کوي چې دنده دې تاسو ته در کړل شي که نه.

ډېری خلک د Cover Letter له لیکلو کرکه کوي ځکه دوی نه پوهېږي چې یو غوره Cover Letter څه ډول لیکل کېږي خو د یوه غوره Cover Letter لیکل تر هغه ډېر آسانه دي څومره چې ستونزمن برېښي.

  • مهمې سپارښتنې

ګمارنې یا استخدام ډېر ژور بدلون موندلی او اوس مهال دا یوه ګړندۍ او چټکه پروسه ده. د دې له پاره چې ځان ته د پښې ځای پیدا کړی اړتیا ده چې پر خپله سي وي مو سخت او ډېر کار وکړی. راځئ زده کړو چې په لنډ ډول یو ځل بیا وګورو چې سي وي څه ډول لیکل کېږي.

  • خپله سي وي مو پر شخصي پروفایل، د سي وي پر لنډيز او یا هم د سي وي پر موخو پیل کړئ. یو لنډ او مینه ناک پراګراف ولیکئ څو څرګنده کړي چې تاسو پاموړ دندې ته تر نورو ټولو غوره نوماند یاست.
  • کله چې خپله کاري تجربه تشرېح کوي ډېر پام مو پر لاسته راوړنو او هغو مشخصو دندو ور ټول کړئ چې تاسو بشپړې کړې دي. هېڅ یو ګمارونکی هم ښايي ستاسو د ټولو پخوانیو دندو اوږد لست و نه لولي.
  • د یوه پیاوړي نوماند په توګه مو خپله پیاوړتیا او ارزښت د خپلو مهمو بریالیتوبونو د برخې په زیاتولو سره په ثبوت ورسوئ لکه د مسلکي لاسوندونو، ستاینلیکونو، خپرونو، له نصاب څخه د باندې د زده کړو او په کانفرانسونو کې د ګډون یادونه.
  • بالآخره خپله سي وي مو د خپل غوښتنلیک سره د یوه Cover Letter په یو ځای کولو سره بشپړه کړئ او د ګمارل کېدو (استخدام) چانس مو دوه برابره کړئ.

دا ټول مو تر سره کړل؟ سمه ده! اوس نو د کاري مرکې له پاره د تلیفون زنګ ته په تمه اوسئ.

5 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب