جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان بانک څلور کلونو کې ۱۵ میلیارد زړې افغانۍ سوزولي

افغانستان بانک څلور کلونو کې ۱۵ میلیارد زړې افغانۍ سوزولي

تاند ( یکشنبه د تلې – میزان ۱۳مه)د افغانستان بانک ویاند، حسیب‌الله نوري وايي چې، په تېرو څلورو کلونو کې یې ۱۵ میلیارده زړې افغانۍ له بازاره راټولې کړي او سوزولې دي.

حسیب‌الله نوري پرون شنبه له هېوادوالو غوښتي چې بانکنوټونه سم استعمال او په سمه بڼه یې وکاروي.

نوري زیاته کړې چې د بانکنوټو سمه ساتنه او استعمال د دې لامل کېږي چې، تر ټاکلي وخت وړاندې له‌منځه نه ځي.

د افغانستان بانک ویاند وايي د بانکدارۍ ډیجیټلي کېدل د افغانستان بانک له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او له خلکو یې وغوښتل چې د برښنایي کارتونو په ترلاسه کولو سره د ډیجیټل بانکوالۍ خدماتو په پراخېدو کې له دغه بانک سره همکاري وکړي.

د افغانستان بانک د مسوولانو په وینا، د برښنایي تادیاتو کارتونو کارول یو له اغېزمنو لارو څخه دي چې د بانکنوټو د زړېدو مخه نیسي.

ده زیاته کړه چې دغه کار نه یوازې د پیسو په ساتنه کې مرسته کوي، بلکې هېوادوالو ته د نوې ټکنالوژۍ پرمټ د اسانتیاوو لرونکي بانکي خدمات هم برابروي.

نوري وایي، د افغانستان بانک د یادو زړو افغاني بانکنوټونو د راټولو او سوزولو پرځای بازار ته نوي افغاني‌ بانکنوټونه هم وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب