جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په بلوچستان کې د داعش ۲ غړي ووژل

نامعلومو وسله والو په بلوچستان کې د داعش ۲ غړي ووژل

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د طالبانو د حکومت استخباراتو ته یوې نژدې رسنۍ راپور ورکړی چې د داعش خراسان څانګې دوه مهم غړي د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي.

امنیتي سرچینو د طالبانو المرصاد ته ویلي چې نامعلومو وسله والو د داعش خراسان یو مهم مسوول، چېعاصم بلوچ نومېده، له خپل یو تاجکستاني ملګري سره د بلوچستان په خضدار سیمه کې وژلي دي.

د سرچینو په وینا، عاصم بلوچ چې د بلوچستان د مستونګ اوسېدونکی و، د پاکستان د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته د داعش د پټنځایونو د له منځه وړلو په ترڅ کې له مستونګه خضدار ته په پټه تللی و.

هغه تر یوه وخته هلته اوسېده، خو وروسته ناپېژاندو وسله‌والو پرې برید وکړ او له خپل تاجک ملګري سره یوځای ووژل شو.

سرچینه زیاتوي چې یاد تاجک غړی نوی د داعش خراسان لیکو ته جذب شوی و او په وروستیو میاشتو کې یې له عاصم سره یوځای ژوند کاوه.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې یوه ورځ مخکې د داعش خراسان یو بل مهم غړی حسن هم د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه برید کې وژل شوی و.

حسن د پېښور اوسېدونکی و او د داعش د جګړه‌مارو روزونکی او د حملو تنظیموونکي ګڼل کېده.

د طالبانو حکومت څو ځلې ویلي چې داعش خپل مرکزونه بلوچستان ته لېږدولي او اوس د دې ډلې مشران په بلوچستان کې اوسي او له هغه ځایه په نورو ځایونو کې بریدونه تنظیموي. ځینو طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان د داعش ملاتړ کوي.

په همدې حال کې پاکستان نن ادعا کړې چې په خضدار کې یې د هند له ملاتړه د برخمنې ډلې ۷ غړي وژلي دي.

پاکستان د خپل حکومت کابو ټول وسله وال مخالفان په هند پورې تړي خو په بلوچستان کې بلوچ بېلتون غوښتونکي ډېر فعال دي چې د پاکستان له پوځ سره د بلوچستان د طبیعي سرچینو او د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره جنګېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب