جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران وايي، له رضوي خراسانه ۸۰٪ افغان کډوال وتلي دي

ایران وايي، له رضوي خراسانه ۸۰٪ افغان کډوال وتلي دي

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د ایران چارواکي وايي، نژدې ۸۰ سلنه هغه افغان کډوال چې په رضوي خراسان ولایت کې په غیرقانوني توګه میشت وو، سږ کال د دوغارون د پولې له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ایران د رضوي خراسان ولایت د مرستیال والي امیرالله شمقدري ویلي چې د دغه ولایت ډېری بې‌سنده مهاجر افغانان سږ کال وتلي دي. نوموړي د شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۴مه) د تایباد له ولسوال سره په کتنه کې څرګنده کړه چې شاوخوا ۸۰ سلنه غیرقانوني افغانان د دوغارون له لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

شمقدري زیاته کړه چې د بېرته ستنېدو بهیر لا هم روان دی، او هره ورځ له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانان د دوغارون له لارې افغانستان ته ستنېږي.

د ده په وینا، شاوخوا ۹۰ سلنه کډوال په خيپله خوښه ستانه شوي، خو نژدې ۱۰ سلنه هغه کسان دي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د قانوني مراحلو له تېرېدو وروسته ایستل شوي دي.

نوموړي همداراز وویل چې د کډوالو د راتګ او وتلو د څارنې لپاره په دوغارون بندر کې د بیایومتریک ثبت سیسټم بشپړ شوی او ژر به په بشپړ ډول فعال شي.

خو د بشري حقونو سازمانونو بیا د ایران له لوري د افغان کډوالو پر ایستلو اعتراضونه کړي او خبرداری یې ورکړی چې دا چاره سخت بشري او انساني زیانونه لري. د دوی په وینا، د بېرته ستنېدو بهیر ډېری وخت له نړیوالو ادارو سره له لازمې همغږۍ او مرستې پرته ترسره کېږي.

د حقوقي ډلو د راپورونو له مخې، د ایستنې پر مهال ډېری کورنۍ له یو بل جلا کېږي، او ښځې او ماشومان د سرپناه، خوړو او روغتیایي پاملرنې له جدي نشتوالي سره مخامخ دي.

د بشري مرستو فعالان خبرداری ورکوي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د دوامداره بې‌ثباتۍ او اقتصادي سقوط په وضعیت کې دا جبري ستنېدنې زرګونه افغانان له مرګوني خطر سره مخامخوي.

پر دې سربېره، د افغان کډوالو په اړه د ایراني سرحدي ځواکونو د ناوړه چلند او وهلو ټکولو ګڼ شمېر راپورونه هم خپاره شوي، چې د بېرته ستنېدونکو د خوندیتوب او انساني کرامت په اړه اندېښنې لا زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب