تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو پراخه بېرته ستنېدا او په ښارونو کې یې ځای پر ځای کېدا به د ښارونو د چټک پراخوالي سبب شي او د محدودو ښاري خدماتو سیسټم به له سخت فشار سره مخامخ کړي. دې بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د مهمو ښاري زیربناوو د پیاوړتیا لپاره پانګونه وکړي.
د دغه پروګرام له لوري د یکشنبې په ورځ په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د کډوالو پراخه ستنېدا او د افغانستان پر ښاري خدماتو د هغې اغېزې د اندېښنې وړ دي.
د نړیوال مهاجرت سازمان (IOM) د اسد میاشتې په منځ کې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۳ له سپتمبر راپه دې خوا تر اوسه له څلورو میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغان کډوالو دا پراخه بېرته ستنېدا، په داسې حال کې روانه ده چې د افغانستان ښارونه او کلیوالې سیمې له اساسي امکاناتو لکه اوبو، بریښنا، روغتیا، تعلیم او د کار له فرصتونو بېبرخې دي — همدې وضعیت د نړیوالو سازمانونو جدي اندېښنې راپارولې دي.
د څارونکو بنسټونو په وینا، د افغانستان ښارونه — په ځانګړي ډول کابل — چې لا له وړاندې د بېوزلۍ، بېکارۍ او د ښاري خدمتونو د کمښت له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، اوس د چاپېریالي ننګونو، اقتصادي رکود او د نفوس د زیاتوالي له امله د سلګونو زرو بېرته راستانه شوو کسانو د منلو ظرفیت نه لري.
د کابل ښار تر ټولو جدي ستونزه د اوبو کموالی دی. ځینې متخصصان اټکل کوي چې د کابل د اوبو تر مځکې لاندې اوبو سرچینې به تر ۲۰۳۰ پورې وچې شي. اوس هم په اکثرو سیمو کې خلک د خپل عاید درېیمه برخه د اوبو په رانیولو لګوي.