جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد هامبورک د ملي مرکې برخوالو هیله څرګنده کړه چې بهرمېشتې افغانان...

د هامبورک د ملي مرکې برخوالو هیله څرګنده کړه چې بهرمېشتې افغانان ملي جرګه دایره کړي

تاند (دوشنبه، د تلېږ میزان ۱۳ مه) یو شمېر افغانانو په جرمني کې د «ملي محور» په نوښت او کوربتوب د «ملي مرکې» تر نوم لاندې ناسته د هامبورګ په ښار کې راغونډ شول.

په دې ناسته کې شاوخوا ۱۰۰ تنه علمي، فرهنګي، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، په ځانګړې توګه ښځې او ځوانان، برخه‌وال وو.

د غونډې هدف دا وه چې د افغانستان د روان کړکېچ د حل لپاره عملي لارې ولټول شي او د هېواد د راتلونکي په اړه د وګړو ونډه او رول پیاوړی شي.

ګډونوالو پر دې خبرې ټینګار وکړ چې باید د «ملي مرکې» استازولۍ یا څانګې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې جوړې شي، څو دا جوړښت د افغان وګړو د نظریاتو او غوښتنو د انعکاس ګډ ادرس وګرځي.

د ناستې د تنظیموونکو په وینا، دغه جوړښتونه کولای شي «د بهر مېشتو افغانانو د ملي جرګې» د جوړېدو زمینه برابره کړي، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ ترسره کېدای شي.

ګډونوالو له مهمو بحثونو یو هم د «ملي ګټو» ګډ تعریف وباله، او ویې ویل چې دا ګټې باید د ایډیالوژیکو یا ډله‌ییزو لیدلورو قرباني نه شي.

په غونډه کې د «انتقالي عدالت، د وګړو حقوق او د بشري کرامت» پر ارزښت ټینګار وشو. ګډونوالو باور څرګند کړ چې د دې اصولو رعایت کولای شي د خلکو باور بېرته راژوندی کړي او د ملي پخلاینې او پراخ ګډون‌محوره فضا رامنځته کړي.

ګډونوالو په پرېکړو او د هېواد د بیا رغونې بهیر کې د ښځو او ځوانانو پر اغېزمن رول ټینګار وکړ، او له ملي او نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې د ښځو د حقونو، په ځانګړې توګه د زده‌کړو او کار حق د احیا لپاره فشار زیات کړي.

د ناستې ګډونوالو زیاته کړه چې د مسوولیت قبولولو فرهنګ باید د ټولنې په کچه بنسټیز شي، څو د هېواد روښانه راتلونکی تضمین شي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د «ملي مرکې» بهیر به د هامبورګ ترڅنګ په نورو ښارونو کې هم دوام ومومي. د دې کار د پرمخ وړلو لپاره له ګډونوالو څخه یو رضاکار کاري ټیم جوړ شو، څو د راتلونکو پړاوونو همغږي تضمین کړي.

1 COMMENT

  1. دا یو ښه کار دی او نیک نظر دی که عملی شي ! زما په نظر داسې غوڼډې په تیرو ۵۰ کلونو کې څو واره شوې دي خو عملی بڼه یې نده پيدا کړې
    تر څو چې ملت په تور ایدیالیزم کې بند پاتې وي او د کاروان پړی د ملا په لاس کې وی دغه جهالت او ظلم به دوام لري خصوصا د ښځو او نجونو په برخو کې کې چې هیڅ وخت حقوق ندي ورکړل شوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب