جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د اروپا او چین د اړیکو د نوي فصل څرک | سیدخان

د اروپا او چین د اړیکو د نوي فصل څرک | سیدخان

په دې وروستیو کې له یو شمېر اروپايي مشرانو سره د چین د بهرنیو چارو وزیر د لیدنو له خبرونو دا جوتېږي چې د دواړو لوریو د اړیکو نوی فصل پيلېدونکی دی.

دا چې دا اړیکې د دواړو سترو اقتصادي قدرتونو او په نړیوالو معادلاتو کې د مهمو تصمیم نیوونکو پر اړیکو سربېره، پر نړیوال وضعیت څومره اغېزه کولای شي په دې کرښو کې لنډه اشاره شوې ده.

اروپا چې د امریکا له تاریخ څخه تر نن پورې د دغه هېواد نه بېلېدونکی ملګری ګڼل کېدو، خو د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د بیاځلي انتخابېدو راهیسې په تېره بیا کله چې ټرمپ د اروپا پر تولیداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړې نو اروپا پر امریکا د تکيې کمولو او د نویو ملګرو په لټه کې شوه.

دا ټکی د پام وړ دی چې چین او اروپايي ټولنه پنځوس کلنې ډیپلوماټيکې اړیکې لري خو د ټرمپ له تعرفو وروسته اروپايي ټولنې له چین سره د لوړې کچې لیدنې او د همکاریو زیاتېدو ته تمایل زیات کړی دی.

د دغو تمایلاتو په دوام سره د جولای په دویمه د اروپا شورا رییس انتونیو کاسټا او د اروپا کمیسیون مشر اورسولا فون درلاین د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره د مصر په پلازمېنه قاهره کې د کتنې له خبرونو دا جوتېږي چې اروپا نور د یوه نوي ملګري په لټه کې ده او ښايي له چین سره يې روابط نور هم ښه کړي.

د اروپا شورا مشر انټونیو کاسټا له وانګ يي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې دغه ټولنه غواړي چې په نړۍ کې له شته ننګونو سره د مبارزې لپاره له چین سره د همکاریو او تفاهم د زیاتېدو لپاره اختلافونه یوې خواته پرېږدي او د متقابل احترام پر اساس اړیکې ولري.

د اروپا د کمیسیون رییس اورسولا فون درلاین هم وانګ يي ته ویلي چې اروپايي ټولنه له چین سره ګټورې تجاري او اقتصادي همکارۍ او رغنده اړیکې پراخول غواړي.

وانګ يي هم په دې لیدنه کې ویلي چې د بین المللي اوضاع چې څومره پېچلې کېږي، په هماغه اندازه د چین او اروپايي ټولنې د هماهنګۍ او همبستګۍ لپاره اړتیا زیاتېږي تر څو وکولای شي چې په نړۍ کې د ثبات لپاره مهم او مؤثر رول ولوبوي او په دې مسیر کې باید دواړه لوري یو د بل اصلي منافعو ته په صادقانه ډول احترام وکړي او متقابل اعتماد او درک زیات کړي.

له چین سره د علاقې وړ مشترکو مسایلو په اړه د خبرو اترو لپاره د اروپايي ټولنې د دې دوو مشرانو له تمایل او علاقې داسې ښکاري چې اروپا غواړي له چین سره د اړیکو په پراخولو کې عملي ګام پورته کړي.

د چین او اروپا اړیکې د نړۍ پر حالاتو څه اغیزه کولای شي؟

دې ته په پام سره چې چین او اروپا نه یوازې د نړۍ پر سیاسي شرایطو ډېره په لوړه کچه اغېزه لري، بلکې په اقتصادي او تجارتي برخه کې هم په نړیواله کچه اغېزمن او تاثیر ګذار قدرتونه ګڼل کېږي چې پر رول يې هېڅوک سترګې نشي پټولای.

چین د نفوس او جغرافیې په لحاظ د نړۍ تر ټولو ستر هېواد او له امریکا وروسته دویم لوی اقتصادي قدرت، شاوخوا ۱۴سوه میلیون نفوس لرونکی، د مصرف لوی بازار، لوی صنعتي هېواد، د خامو موادو تر ټولو ستر واردونکی، تر ټولو لويې کچې صادراتو لرونکی، د مهمو بین المللي اقتصادي سازمانونو غړی دی، لکه برېکس، د شانګهای همکارۍ سازمان، نړیوال تجارت سازمان، اپک، جي شل … چې پر نړیوال اقتصاد يې اغېزې همیشه د پام وړ او سرنویشت سازې پاتې شوې دي.

اروپايي ټولنه هم د ۲۷ غړو هېوادونو په درلودلو سره، نړیوال تجارت سازمان، جي شل، د «او، اي، سي، ډي» یا توسعې او اقتصادي همکارۍ سازمان، «اي، اي، اې» سازمان او نړیوال بانک په شمول مهمو اقتصادي سازمانونو سره همکارۍ لري او د امریکا تر ټولو ستر تجارتي شریک او نږدې ملګري په توګه په نړیواله کچه خپله جایګاه او مقام لري چې که دواړه سره یو لاس شي نو هېڅ شک نه ليدل کېږي چې پر سم لوري د نړۍ په برابرولو کې اغېزمن رول لوبولای شي.

په اوسنیو شرایطو کې چې اروپايي ټولنه د یکجانبه ګرایۍ او جيوپولیټیکي تاوتریخوالو له زیاتېدو زیان ویني نو ځکه داسې ښکاري چې یادې ټولنې له چین سره نږدې کېدو ته زړه ښه کړی وي.

اروپايي ټولنه له نړیوالو چالشونو سره د مقابلې لپاره یوه داسې شریک ته اړتیا لري چې نړیواله دیدګاه ولري او پر مشترکو منافعو فکر وکړي، نه داسې بې ثباته متحد چې تل خپل ځان ته لومړیتوب ورکوي.

دا هغه څه دي چې چین يې هم غواړي او له اروپايي مشرانو سره د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په خبرو کې دا پيغام تر ډېره واضح شوی دی.

له اروپايي مشرانو سره د وانګ يي په خبرو کې دا مفهوم ښکاري چې چین له نړۍوالو پېچلیو او سختو شرایطو سره په مبارزه کې د اروپايي ټولنې او بېجینګ د هماهنګۍ د پياوړتیا اړتیا ویني څو وکولای شي چې دواړه لوري د نړۍ په ثبات کې مهم رول ولوبولای شي .

که په لنډو ټکیو کې نتیجه ګیري وکړو نو ویلای شوو چې د سترو قدرتونو تقابل او ټکر په نړیواله کچه اغېزې لري، تفاهم او همکارۍ يې هم له اغېزو خالي نه دي.

د نړۍ په اقتصاد کې د اروپايي ټولنې او چین ونډو او سهمونو ته په پام سره دا حکم کولای شوو چې که دغه دواړه قدرتونه په اقتصادي برخه کې یو له بل سره نږدې شي نو شک نشته چې د نړۍ اوسنی پاشلی اقتصادي حالت او حتا پر سیاسي وضعیت هم مثبته اغېزه کولای شي او دغه راز کولای شي چې پر نړیوال اقتصاد د امریکا سلطه او یکه تازي ماته او ځای يي د ګټې- ګټې قاعده او یو داسې تجارتي قاعده او لار چې ټول هېوادونه پکې په واقعي معنا خپل ځان وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب