Homeخبرونهد هېواد نامتو حماسي شاعر مطیع الله تراب ومړ

د هېواد نامتو حماسي شاعر مطیع الله تراب ومړ

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه』‏د هېواد نامتو حماسي شاعر، مطیع الله تراب د زړه حملې له امله ناڅاپي مړ شوی دی.

د تراب مړینه د هغه نږدې خپلوانو او ملګرو تایید کړې ده.

د نوموړي شاعري په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې د وطن دوستۍ، یووالي او ناخوالو د یادولو له امله ډېره مشهوره وه او ګڼ مینه وال یې درلودل.

مطیع الله تراب په وروستیو کې د ولسي/حماسي شاعر په توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې مشاعرو کې هم ګډون کاوه.

ویل کېږي، چې د نارنج ګل په وروستۍ مشاعره کې، د شعر په ژبه له طالبانو د هغه سختې غوښتنې هم د دې لامل شوې وې، چې هېواد کې پر مشاعرو پراخ محدودیتونه او بندیزونه ولګول شي.

تر اوسه د مطیع الله تراب د جنازې د وخت او ځای په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان ادبي او کلتوري ټولنې ترڅنګ ګڼو شاعرانو او فرهنګیانو د هغه ناڅاپي مړینه لویه ضایع بللې ده.

4 COMMENTS

  1. “مونږ د آرواح ښاد مطیع الله تراب د مړینې له امله په ژور خفګان کی یو، چې یو ریښتینی وطنپرست او زموږ د ملت لپاره رساغږ و.
    زموږ فکرونه د هغه/هغې له کورنۍ او خپلوانو سره دي.”

    “زموږ د هیواد لپاره یوه لویه ضایعه. د مطیع الله تراب خبرې به موږ ټولو ته الهام ورکړي. زموږ صادقانه خواخوږي.”

    “په درنو زړونو سره، موږ د مطیع الله تراب د مړینې په غم کې غمجن یو، د وطنپرست شعر میراث به تل په یاد وي.”

    “د هغه د وطنپرست شعر میراث دې ژوندی پاتې شي. زموږ ژوره خواخوږي له ټولو هغو کسانو سره چې غمجن دي.”

    “ملت د مطیع الله تراب د مړینې په غم کې غمجن دی، چې د هغه ځواکمن الفاظ زموږ د هیواد روح نیولی و.
    د هغه شعرونو بې شمیره اشخاصو ته الهام ورکړ او د هغه نشتوالی به په ژوره توګه احساس شي. موږ ټولو با احساسه افغانانو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو.”

    “د مطیع الله تراب شاعري زموږ د ملت له زړونو سره غږیدله، زموږ ارزښتونه او تاریخ یې ولمانځه. دا د ژورې خواخوږۍ سره ده چې موږ د هغه مړینه منو. د وطنپرست شعر میراث دې دوام ومومي.”

    “موږ د مطیع الله تراب د وطن دوستۍ شعرونو له لارې زموږ د ملي هویت لپاره د هغه د ونډې څخه تل منـندوی یو. د هغه خبرې به راتلونکو نسلونو ته الهام ورکړي. زموږ فکرونه د هغو کسانو سره دي چې غمجن دي.”

    “دپښـتنود یو ریښتینی وطن دوست شمعه غلی شوه،
    خو د مطیع الله تراب خبرې به د عمرونو په اوږدو کې رڼاګانی راوړي. د هغه د وطن دوستۍ شعرونه میراث به تل زموږ په زړونو او ذهنونو کې نقش شي.
    “د وطن دوستۍ رڼا شعله، چې د مطیع الله تراب د شعرونو له امله لکه شمعه سوځېدلې، به په روښانه توګه بلېږي. د هغه مړینه یوه لویه ضایعه ده، خو د هغه خبرې به موږ ته الهام راکړي چې خپل ملت او د هغې ارزښتونه وساتو. زموږ صادقانه خواخوږي.”

  2. د تراب مرګ د پښتو او پښتنو لپاره لوی نقص او ضائع دی په مخ یې ګلونه یاد یې په خیر ، دټولو دغه لاره ده خو د ځواني مرګ لویه ضائع دی !!

  3. انا لله و انا الیه راجعون .
    الله رب العزت د تراب صاحب و بښی او کورنۍ او دوستانو ته یی صبر جمیل او اجرونه ورکړی .
    تراب د احساس او بیان شاعر وو ،د ملت او انسانیت په درد ،درد مند وو، او همدا یی متمایز عالی صفت او شجاعت وو .
    اللهم استرنا فوق الارض و تحت الارض و یوم العرض .

  4. زه د مرحوم مطیع الله تراب د شعر او شاعری د څرنګوالی په باب کوم نظر نلرم خو د دوو درو ټکو یادونه لازمه ګڼم.
    ۱ – د مرحوم تُراب شعری حافظه را ته د زیاد حیرت او سختی ستاینی وړ وه ( اوږدې اوږدې قصیدې ئی له یاده لوستلې چی دا هنر د ډیرو لږو شاعرانو په نصیب دی ).
    ۲ – که څه هم زه دا عمومی مقوله چی ګواکی د شاعرانو وولسی او ملی احساس تر عادی خلګو لوړ دی، نه منم او معتقد یم چی د هر سرزمین هر عادی او غیر عادی وګړی د وولسی او انسانی احساس په روحیه سمبال دی ( البته په جګ او ټیټ توپیر ) سره لدی یقین لرم چی مرحوم تًزاب به د حاکمو تنګو او ځوروونکو فشارونو او دردونو کوم چی د بیان او زغم توان ئی ترې سلب شوی ؤ، ساه ور کړی وی. یقیناً چی ده غوندی شورشی او جوشی کسان به د فرهنګی شهیدانو په ډله کی محسوب شی حتی که وژل شوی هم نه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...