Homeخبرونهم ملتونه له تاجکستانه د افغانانو د جبري ایستو پرېکړه د اندېښنې...

م ملتونه له تاجکستانه د افغانانو د جبري ایستو پرېکړه د اندېښنې وړ بولي

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه』‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د تاجکستان له لوري د افغان کډوالو د احتمالي جبري ايستلو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ځانګړي استازي عرفات جمال رسنیو ته ويلي، چې د دوی معلومات ښيي، د تاجکستان حکومت افغان کډوالو ته د ايستلو ضرب‌الاجل ټاکلی؛ خو تر دې دمه یې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

جمال زياته کړې، چې له طالبانو سره په همغږۍ، د ډيورنډ اغزن تار په اوږدو او د تګ راتګ له لویو لارو سره نېږدې، له راستنو شويو افغانانو سره د لومړنیو بشري مرستو رسولو ته ژمن دي.

دا اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي، چې اوس هم هره ورځ زرګونه کسان له پاکستان او ایرانه راستنېږي.

اوچا تازه په افغانستان کې د راتلونکو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې د مرستو اړتیا په زیاتېدو ده او بودیجه کمه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...