Homeخبرونهوچکالۍ په افغانستان کې ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي

وچکالۍ په افغانستان کې ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه』د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (F.A.O) خبرداری ورکړی چې، وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي دي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګي نن (سه شنبه) پر خپله اېکس پاڼه دا اندېښنه څرګنده کړې ده.

یاد سازمان فاریاب یو له هغو ولایتونو یاد کړی چې، د وچکالۍ له امله سخت ځپل شوی او اوسېدونکي او کروندګر یې د اوبو او څړځایونو له کمښت سره مخ دي.

افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د نظر خاوندان یې لامل د خلکو او د حکومت بې پروایي بولي.

په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو هم پر خلکو غږ کړی چې، د اوبو په کارولو کې احتیاط وکړي؛ څو هیواد مو له وچکالۍ څخه وژغورل شي.

دغه خبر داسي مهال خپرېږي، چې، تر دې وړاندې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هم ویلي و چې په کندهار، هرات، میدان وردګ، بامیان، کابل او مزارشریف ښارونو کې اوبه په بې ساري ډول ټیټې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...